د لاس رسي وړ اتصالات

افغان میرمنو سره د امریکا د مرستو په مدیریت د سیگار نیوکه


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانگړی استازی د افغان میرمنو د وضیعت د ښه کولو لپاره د امریکا د لگښت په اړه د انتقاد په ترڅ کې وایي داسې هیڅ روښانه نښې نشته دي چې د افغان ښځو په ژوند کې دې ښه والی لکه څرنګه چې یې د امریکا حکومت یادوي افغانستان ته د امریکا سلګونو میلیونو ډالرو په نتیجه کې رامنځته شوی وي.

د امریکا ځانګړي مفتش یا سیګار دا مطلب د افغان ښځو لپاره د امریکا د مرستو د تفتیش په هکله یو رپوټ کې یاد کړی دی چې د امریکا د دفاع او خارجه چارو وزارتونو او د نړیوالې پرمختیا لپاره د متحده ایالتو ادارې یا USAID برابر کړی دی.

دغو دریو امریکایي ادارو رپوټ ورکړی دی چې له ۲۰۱۱ کال نه تر ۲۰۱۳ کال د افغان ښځو په ژوند کې زیاتې لاس ته راوړنې رامنځته شوې دي. د متحده ایالاتو حکومت یواځې له ۲۰۱۱ کال نه تر ۲۰۱۳ کال د ښځو د ژوند د ښه والي لپاره لږ تر لږ ۶۵ میلیون ډالرو په ارزښت ۶۵۲ پروژې، پروکرامونه او نوښتونه تمویل کړي دي.

د سیګار موندنې ښيي چې USAID نشي کولای هغه پیسې مشخصې کړي چې په مستقیمه توګه له افغان ښځو سره مرستې لپاره مصرف شوې دي. سیګار ویلي دي چې ۱۷ پروژې د ۸۷۰ میلیویونو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د ښځو د ژوند د ښه والي لپاره د نړیوالې پرمختیا لپاره د متحده ایالتو ادارې یا USAID له خوا تمویل شوي دي.

سیګار په خپل تازه رپوټ کې وايي چې له دغو دریو امریکايي ادارو نه هیڅ یوه یې نشي کولای چې د خپلو هغو پروژو، پروګرامونو او نوښتونو چې له ښځو سره مرستې کوي بشپره کچه او یا د هغو پیسو کچه معلومه کړي چې پر هغو هڅو مصرفیږي.

د نړیوالې پرمختیا لپاره د متحده ایالتو ادارې ویلي دي چې د جنډر برابري او د ښځو توانمندي په تیره بیا له ۲۰۱۰ کال راهیسې د ښځو ملاتړ لپاره د دې ادارې د ټولو پروژو یوه برخه ګرځیدلې ده.

له دې سره سره سیگار وایي چې د مرستو د مالي کچې د تشخیص او تفکیک په چارو کې بې وسي په ځانگړې توگه هغې مرستې چې د ښځو د توانمند کولو او د جندر د مساوات په چارو لگیدلي، کیدای شي ددې ادارې د کارونو په هکله د ناسم رپوټ ورکولو سبب شي.

سیگار همداشان ویلي دي چې په دې هکله د زیاتو معلوماتو نه شتون، د طرحو، پروگرامونو او د پروژو د تمویل د پروگرامونو په هکله په سمې تصمیم نیونې کې د امریکایي ادارو توان نیمگړی کړی دی.

د سیگار بله اندیښنه د نړیوالې پرمختا لپاره د امریکا د دفاع وزارت او د متحده ایالاتو د حکومت د توانمندۍ په هکله ده تر څو دواړه وکړای شي د افغان میرمنو د ژوندانه د بهتر کولو لپاره په راتلونکې کې په نسبتا لږو کارکوونکو او زیاتې پانگه سره هڅې پرمخ بوزي او هغه ارزیابي کړي.

سره له دې چۍ متحده ایالات پلان لري چې د افغان ښځو لپاره مرستو ته دوام ورکړي او یا یې زیاتې کړي، د سیګار په وینا د امریکايي تطبیق کوونکو ادارو له جملې نه یوه یې هم د بشپړ پرمختګ د څارولو او له ۲۰۱۴ کال نه د وروسته کلونو لپاره د پایلو او لاس ته راوړنو په اړه پلان نه لري.

XS
SM
MD
LG