د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت وايي چې د جان شاه ساپي په نوم یې یو افغان د داعش ډلې سره د همکارۍ په تور نیولی دی.
د دغه وزارت وزیرې کریسټي نوم د چهارشنبې په ورځ ډسمبر درېیمه په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د مهاجرت او کمرګونو د کنترول ادارې دغه کس نیولی دی، چې د مخکني ولسمشر جوبایډن په دوره کې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په اتمه نېټه «ملګرو ته د ښه راغلاست» په پروګرام کې متحدو ایالتونو ته انتقال شوی و.
نوموړې ویلي دي چې جان شاه ساپي د «داعش ډلې سره همکاري» لرله او خپل پلار ته، چې په «افغانستان کې د ملېشو قومندان و، وسلې برابرې» کړې دې. دغه کس د ویرجینیا د واینسبورو په سیمې کې نیول شوی.
کریسټی نوم ویلي دي: «نن زموږ د مهاجرت او کمرګونو د کنترول ادارې زړورو افسرانو یو تروریست جان شاه ساپی، چې د داعش-خراسان ډلې ته یې مواد برابر کړي، ونیوه. د بایډن ادارې ملګرو ته د ښه راغلاست پروګرام له لارې دا تروریست متحدو ایالتونو ته راوستی و. دا تروریست زموږ د ملت د پلازمینې په څو کیلومترۍ کې، چې څو ورځې مخکې په کې زموږ هېواد ته د یو بل نه پلټل شوي راوستل شوي تروریست له لوري زموږ د ملي ګارد په زړورو اتلانو سارا بیکسټروم او انډیو ولف باندې ډزې وشوې، نیول شوی.»
دی «درېیم تروریست افغان» دی چې په دې وروستیو کې په متحدو ایالتونو کې نیول کېږي. د امریکا د ملي ګارد په ساتونکو باندې بریدګر رحمان الله لکڼوال په روغتون کې دی او وړمه ورځ یې د خپل مدافع وکیل له لوري پرې د قتل، برید او وسلو لرلو تورونه ردل کړل او ویې ویل چې بې ګناه دی. ده تېره اونۍ برید کړی و.
څو ورځې مخکې د متحدو ایالتونو امنیتي ساتونکو د تکساز په ایالت کې یو بل افغان د ترهګریزو بریدونو د ګواښ په تور ونیوه چې وروسته رسمآ تورن شو.
فورم \ دبحث خونه