د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ښځو د کرکټ ملی لوبډله له منځه تللې


د افغانستان د ښځو د کړکټ ټیم د لوبغاړو او ښوونکو له کمبود سره مخامخ دی
د افغانستان د ښځو د کړکټ ټیم د لوبغاړو او ښوونکو له کمبود سره مخامخ دی

په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي تودو جریانونو تر څنگ ورزشي پیښې په ځانگړې توگه کرکټ تل د خبرونو سرلیکه ده چې د افغان لوبغاړو بریالیتوبونه تل د افغانستان د مختلفو پرگنو په منځ کې د اتحاد او یووالي بیگه دي.

په افغانستان کې د کرکټ په لاس ته راوړنو کې یو هم د ښځو د کرکټ د ټیم ایجادول دي چې په ٢٠١٠ کال کې رامنځ ته شو. خو د روان کال په اوږدو کې د دې لوبډلې یو شمیر سیالۍ د طالبانو د گواښونو، بې امنیو او د سخت دریځه فکري سیر په وجه فسخه شوې چې په پایله کې دا کا په دې لوبډله کې د لوبغاړو د کمښت سبب شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ نوی رئیس نسیم الله دانش، وایي چې داسې کوم ټیم نشته. ښاغلي دانش د رویترز آژانس ته وویل چې په افغانستان کې د ښځو د کرکټ ودې او پرمختگ ته اوضاع مساعده نه ده.

فعالان وایي چې د افغانستان د ښځو د کرکټ د ټیم ناڅرگند سرنوښت په ټولنه کې ښځو له ورزش څخه نه پلوي څرگندوي، په هغه ټولنه کې چې نارینه په عام محضر کې د خپلو خویندو او یا لوڼو د راڅرگندیدو له کبله ځانونه سخت ناارامه احساسوي.

دا په افغانستان کې د ښځو د وضیعت د ښووالي لپاره د میلیونو بهرنیو ډالرو د لگښت د مبهمو پایلو څرگندونکې دي. هغه موضوع چې د افغانستان د بیاجوړونې لپاره د امریکا د ځانگړي مفتش په یو وروستني رپوټ پرې تاکید شوی دی.

د افغانستان د ښځو د کرکټ د ملي ټیم بنسټ ایښوونکې دیانا بارکزۍ د اپریل په میاشت کې استعفا وکړه. د افغانستان د ښځو د کرکټ د ملي ټیم بنسټ ایښوونکې دیانا بارکزۍ د اپریل په میاشت کې استعفا وکړه. هغې وویل چې د کرکټ بورد دې عقیدو محاصره کړې چې ښځې باید له ملتیا پرته له کوره ونه وځي او یا دا چې هغوی ته باید د ورزشي برخو په زده کړو کې فرصت ور نه کړل شي.

د افغانستان د ښځو د کرکټ د ملي ټیم بنسټ ایښوونکې دیانا بارکزۍ
د افغانستان د ښځو د کرکټ د ملي ټیم بنسټ ایښوونکې دیانا بارکزۍ

میرمن بارکزی وویل چې ۳۷۰۰ ښځینه کرکټ کوونکو د موجودیت سره سره د افغانستان د کرکټ بورډ له ښځو څخه پلوي نه کوي.

میرمن بارکزی چې د زیات شمیر افغانانو په څیر یې د کرکټ لوبه په پاکستان کې زده کړې، ددې ورزش زده کړه یې نورو نجونو ته خپل ماموریت گڼلی دی.

د نسیم الله دانش ستره هیله

د افغانستان د کرکټ بورد نوي رئیس نیسم دانش ویلي دي چې تر راتلوونکو لسو کلونو پورې به د افغانستان کرکټ د نړۍ د کرکټ سطحې ته ورسوي.

د دوهزرم کال راهیسې کله چې طالبانو پر ورزش باندې بندیز لیرې کړ، کرکټ په افغانستان کې په بېړې پرمختگ وکړ او د افغانستان یواځني ټیم په څو نړیوالو سیالیو کې خورا وځلید.

کله چې د افغانستان ملي ټیم د ٢٠١٥ کال د کرکټ د نړیوال جام سیالیو ته د لارې موندنې په رقابتونو کې بریالی شو، افغان ځوانانو ټوله شپه په کوڅو او سړکونو باندې په نڅاو او خوښیو تیره کړه. د افغانانو دې جشن او خوښیو وښودله چې ورزش کولای شي د یوې ټولنې جدا شوي قشرونه او پرگنې سره متحدې کړي.

د افغانستان اکثرو ځوانانو ته ددې هیواد پیاوړي او پیژندل شوي لوبغاړي هغه لومړني اتلان دي چې له ځان سره وسله نه گرځوي.

د طالبانو گواښونه

خو که د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس غواړي چې خپلو هدفونو ته ورسیږي او افغانستان تر ٢٠٢٥ پورې د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړی کړي باید د ښځو د کرکټ د ملي لوبډلې دجوړولو هڅه وکړي. ځکه چې د ښځو د کرکټ د ملي ټیم درلودل یو له هغو معیارونو څخه دي چې ددې شورا دایمي غړیتوب پرې ترلاسه کیږی:

ښاغلی دانش وایي د ښځو او نجونو له کرکټ څخه ټینگه ننگه کوي خو زیاتوي چې طالبانو گواښ کړی چې نه په اسلام او نه هم د افغانستان په کلتور کې د ښځو ورزش ته ځای شته او د ښځو ټیمونه جوړ کړای شي مسولین به یې لوبغاړي او د المپیک چارواکي وي نه طالبان.

نسیم دانش وایي دا په ورزشي ډگرونو کې د ښځو د حضور یواځنۍ ستونزه نه ده بلکې د هغه په وینا د محافظه کارو کورنیو مقاومت چې نه غواړي لوڼې یې ورزش وکړي، د طالبانو د گواښونو په څنگ کې بل گواښ دی.

نیسم دانش، دیانا بارکزی د ښځو له ټیم څخه په وتلو ملامتوي او وایي چې په هغه ټیم کې د بارکزۍ د کورنۍ هم شتون درلود. له بلې خوا بارکزۍ د کرکټ بورډ د خارجي مرستو څخه په ناسمې گټې اخیستنې ملامت کړی دی.

د افغانستان په کرکټ بورډ کې د ښځو د څانگې مسوله طوبا سنگر، وایي د ښځود ورزش په ستونزو کې ناامني هم ستر رول لري. هغه وایي دا وضیعت سبب شوی چې د افغانستان د گوټ گوټ پیاوړې ورزشکارانې ونه شي کړای چې خپل استعدادونه څرگند کاندي.

میرمن سنگر وایي چې کرکټ بورډ د ښځو د لوبډلې د جوړولو لپاره د هغې له هڅو پلوي کوي خو د لوبغاړو او ښوونکو په کمبود سره څرگندیږي چې د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي ټیم به تر یوه وخته پورې نړیوالو سیالیو ته تیار نه شي.

XS
SM
MD
LG