د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د نوي کال په مراسمو کې په لسګونو کسان مړه شول


د چین د شانگهای د ښار په یو روغتون کې د زخمي شوو کسانو خپلوان د انتظار په حال کې
د چین د شانگهای د ښار په یو روغتون کې د زخمي شوو کسانو خپلوان د انتظار په حال کې

په چین کې د نوي کال د مراسمو د لمانځلو په وخت کې خلګ یو د بل تر پښو لاندې شوي او لږترلږه ۳۵ کسه مړه شوي دي.

د سینهوا د خبري آژانس له قوله په دې پېښه کې چې د شانگهای په ښار وشوه څه د پاسه ۴٠ تنه نور زخمي شوي دي.

د دې پېښي د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

په نیوزیلینډ، آسټرالیا او آسیا کې خلکو د نوی کال رارسیدل په سترو اورلوبو سره ولمانځی. خلکو ٢٠١۴م کال ته چې زیاتره وختونه یې په شخړو او نا آرامیو کې تیر شول، مخه ښه وویله.

د آکلینډ د سکای ټاور دپاسه ستر ساعت په محلي وخت پرون د چهارشنبې په نیمه شپه د قیقې شمېرلې تر څو چې نوی کال را ورسید او اورلوبو د هغه ښار آسمان رڼا کړ.

په سیدني کې څه دپاسه یو نیم ملیون خلک د هغه هیواد د دوبي په توده هوا کې راغونډ شوي وو. په هانگ کانگ کې د ویکټوریا د بندر سواحل د اورلوبو په نندارو سره روښانه شوي وو.

د نړۍ په شاوخوا کې لویو او کوچینیو ښارونو د خپلو اورلوبو، کنسرټونو او نوري نندارې وښودلې.

په بیجینگ کې هم د ٢٠١٥م کال د رارسیدو له کبله بیلي بیلي نندارې چې هدف یې په ٢٠٢٢م کال کې په هغه ښار کې د ژمي د اولمپیک د نړۍ والو لوبو د کیدو اعلانونه وو وښودل شوې، او په ( دوبی) کې د نړۍ د تر ټولو جگ برج په سر کې ډیري ستري اورلوبي ترسره شوې.

ټاکل شوې نیویارک هم په محلي وخت نیمه شپه د نوي کال د رارسیدو د مراسمو په لړ کې خپل کریسټلي گیند را وغورځوي چې په سلگونو زره خلک به یې د نندارې د پاره راغلي وي.

XS
SM
MD
LG