د لاس رسي وړ اتصالات

هند د اقتصادي ودې دپاره د سود کچه راټیټه کړه


په نړیوال مارکیټ کې د تیلو د قیمتونو رالویدلو په هند کې د انفلاسیون د کچې په کمولو کې مرسته کړې ده.
په نړیوال مارکیټ کې د تیلو د قیمتونو رالویدلو په هند کې د انفلاسیون د کچې په کمولو کې مرسته کړې ده.

په داسې حال کې چې نړیوال بانک بیا په خپل نوي رپوټ کې پیشبیني کړې ده چې په راتلونکو دوو کلنو کې به د هند اقتصادي وده د نورو لویو اقتصاد لرونکو هیوادونو په پرتله چټکه شي، د هند مرکزي بانک د سود کچه راکمه کړې او تمه کیږي چې د سود د کچې د کمولو سره به د هند اقتصادي وده چټکه شي.

په دې وروستیو څو میاشتو کې، په هند کې د انفلاسیون یا تورم کچه کمه شوې ده. د دې علت دا دی چې د خوراکي موادو او تیلو قیمتونه رالویدلي دي.

د هند مرکزي بانک د پنج شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سود کچه به د یو فیصد څلورمه حصه کمه کړي او په دغه سره به په هند کې د سود کچه ۷.۷۵ ته ورسیږي.

د یو نیم کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې په هند کې د سود کچه کمیږي.

مخکې، په هند کې انفلاسیون د دغه هیواد مرکزي بانک دې ته هڅولی و چې د سود کچه لوړه وساتي. دغه بیا په هند کې پانګه اچونه او مصارف کم کړي وو.

یو کال مخکې د انفلاسیون کچه ۱۰ فیصده وه خو اوس په هند کې د انفلاسیون کچه ۶ فیصده ده.

د هند حکومت هڅه کوي چې د هند کمزوره اقتصاد ښه کړي. د هند د مالیې د وزیر مرستیال، جایانت سینا وايي چې د سود د کچې کمول به په هند کې پانګه اچونه زیاته کړي او اقتصادي وده به راولي.

ښاغلي سینا وویل چې «په حقیقت کې، د سود کچه داسې وخت راټیټه شوې ده چې اقتصاد د ښه کیدو په حال کې دی او انفلاسیون کم شوی دی. زه فکر کوم چې دغه دا ښيي چې اقتصادي حالت بدل شوی دی او دغه د تغیر شیبه ده.»

یو دلیل چې صدراعظم نریندرا مودي قدرت تر لاسه کړ دا و چې هغه د اقتصاد د ښه کیدو ژمنه کړې وه.

ښاغلي مودي د اصلاحاتو ژمنه کړې او ویلي یې دي چې هند ته به نړیوال او کورنۍ پانګه اچونکې راجلب کړي. دغه بیا د هند د اقتصادي پرمختګ په اړه خوشبیني پيدا کړې ده.

د هند اقتصاد او خوشبیني

نړیوال بانک د سې شنبې به ورځ یو رپوټ خپور کړ چې وايي تر ۲۰۱۷ کاله پورې به د هند اقتصادي وده اوه فیصدو ته ورسیږي، چې دغه به په ۲۰۱۷ کال کې د چین تر اقتصادي ودې ډیره وي.

نړیوال بانک ویلي دي چې په هند کې په زیربنايي پروژو کې پانګه اچونه او د اقتصاد په کلیدي سکتورونو کې د حکومت د څارنې ختمول به د اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

د کرایسل د کچې د معلومولو د ادارې یو اقتصادپوه، ډي کي جوشي وايي چې د خوشبینۍ لپاره دلایل شته.

ښاغلي جوشي وویل چې «حکومت هڅه کوي چې د هغو مسایلو غم وخوري چې اقتصادي ودې یې ورو کړې ده، که دا په بیروکراسۍ کې اصلاحات وي، یا د معادونو د رایستلو په برخې کې د ټکنالوجۍ استعمال وي، یا په خدماتو او نورو موادو باندې د مالیې لګول وي. هو، دا باید هم ووایم چې حکومت د نړیوالو سره خپله راکړه ورکړه ډیره کړې ده، مثلا جاپان [په هند کې] د پانګې اچونې ژمنه کړې ده. او اوس مرکزي بانک هم دا دی اقدام وکړ، نو په عمومي توګه د دې هیله شته چې اقتصاد به بلقوه ودې ته ورسیږي.»

په نړیوال مارکیټ کې د تیلو د قیمتونو رالویدل د هند د حکومت د هغو هڅو سره مرسته کړې ده چې غواړي خپل اقتصادي وضعیت بیرته سم کړي.

د هند مرکزي بانک اټکل کوي چې د تیلو د قیمتونو د رالویدلو له امله به هند د کاله ۵۰ میلیاردو ډالرو سپما وکړي. دا ځکه چې د هند اقتصاد د بهر نه د خامو تیلو پر واردولو ولاړ دی.

د هند مرکزي بانک دا خبره هم کړې ده چې د سود کچه به نوره هم راټیټه کړي خو که چیري انفلاسیون په دغه خیال پاته شي او حکومت د بودیجې کسر کنټرول کړي.

XS
SM
MD
LG