د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن ولسمشر وايي د حوثي یاغیانو سره توافق ته رسیدلی


په یمن کې د دریېو ورځو راهیسې هوثي یاغیانو د تشدد نه ډک اعتراضونه کړي دي.
په یمن کې د دریېو ورځو راهیسې هوثي یاغیانو د تشدد نه ډک اعتراضونه کړي دي.

د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي وايي چې د حوثي د یاغیانو سره، چې د هغه کور یې محاصره کړی، موافقې ته رسیدلی دی.

د یمن ولسمشر ویلي دي چې د اساسي قانون هغه تعدیلات به لغوه کړي چې حوثیان ورسره مخالفت لري.

حوثي یاغیانو دا منلې ده چې د هغه ځایونو نه به خپل وسله وال وباسي چې یې نیولي دي.

حوثي یاغیانو دا هم منلې ده چې د یمن د ولسمشر د دفتر رئیس به هم خوشي کوي. حوثیانو د یمن د دفتر رئیس د شنبې په ورځ برمته کړ.

د یمن په مرکز صنعا کې د دریېو ورځو راهیسې تشدد روان دی. په یمن کې د په ټپه ولاړ حالت نه د وتلو لپاره، حکومت حوثي یاغیانو ته د امتیازاتو په ورکولو موافقه وکړه.

د یمن د حالاتو په اړه، د خلیج هیوادونو، ملګروملتونو او امریکا تشویش درلود دا ځکه چې دوی د القاعدې په ضد په مبارزې کې د یمن په حکومت اتکا کوي.

په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل چې د یمن د حالاتو څارنه د امریکا په لومړیتوبونو کې راځي.

جان کېري وویل چې «حوثیانو په ښکاره هغه څه چې تاسو ورته د تشدد نه ډک اعتراضونه ویلی شی وکړل، د حکومت د انکار له امله چې د دوی غوښتنې یې و نه منلي، . . . په تیره بیا [هغه غوښتنې] چې د سولې او مشارکت د موافقتنامې او د دغې موافقتنامې د عملي کیدو په اړه یې درلودي.»

په خپلو خبرو کې جان کېري دا هم وویل چې «حوثیانو اعلان کړی دی چې هادي اوس هم ولسمشر دی. اوس، موږ انتظار کوو چې د ولسمشر هادي سره خبرې وکړو او د هغه نه واورو چې د حالاتو په اړه څه وايي.»

د یمن د ولسمشر په بیان کې د یووالي پیشنهاد هم شامل دی. د پیشنهاد په اساس به حوثي یاغیان او د یمن په جنوب کې د حراک د بیلتون غوښتونکي تحریک غړو ته د دې حق هم ورکول کیږي چې په دولتي ادارو کې مقرر شي.

په داسې حال کې چې د یاغیانو مشر عبدالملک الحوثي له حکومت سره د واک د ویش غوښتنه کړې ده، د خلیج هیوادونو، متحده ایالاتو او بریتانیا له ټولو لوریو نه غوښتي دي چې یوې سیاسي موافقی ته سره ورسیږي.

د جان هاپکنز پوهنتون استاد ډنیل سرور د سکایپ له لارې وویل چې که حل نه شي، نو په سیمه کې دا سیاسي کړکیچونه د سعودي عربستان او ایران د سني او شیعه مذهبي شخړې ته لمن وهلی شي.

هغه وویل: "مونږ له یو لړ نیابتي جګړو سره مخامخ یوچې په منځني ختيځ کې د دولتونو جوړختونه چیلنج کوي. حوثیان یواځې نشي کولای چې پر ټول یمن حکومت وکړي، خو هیواد پر یوه سیمه یې کولای شي. زه فکر کوم چې په سیمه کې دا یو ډیر خطرناک حالت دی."

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین ساکي وویل چې واشنګټن له یمن سره د القاعده پر ضد هڅو ته دوام ورکوي. آغلې ساکي ویل "په دې وخت کې دا حالت روان دی. په یمن کې مونږ غښتلي موجودیت ته ډیر اهمیت ورکوواو ددې یو علت له تروریزم سره زمونږ جګړه ده."

د چهارشنبې ناوخته داسې څرګندیدله چې خوثي یاغیان له هغو ودانیو نه په شا کیدل چې ددې اونۍ په سر کې یې نیولې وې.

XS
SM
MD
LG