د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو لپاره استرالیا ته لاړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ارگ د ماڼۍ په مخ کې
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ارگ د ماڼۍ په مخ کې

افغانستان د کرکټ ملي ټیم چې نن د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر نه د اسټرالیا په لور روانیده نو د نورو نه علاوه د افغانستان ملي وحدت دحکومت اجرایوي رئیس عبدالله عبدالله هم ورته خدای په امانۍ ته ورغلی و.

دې نه مخکې د کرکټ ملي ټیم په آرګ کې د ولسمشر اشرف غني سره هم ولیدل.

د افغانستان د کرکټ بورډ د عمومي ریس ښاغلي نسیم دانش په وینا ولسمشر د کرکټ ملي لوبغاړو ته لوبې په ډګر کې زیار ویستو سپارښتنه وکړه او ډاډ ېې ورکړو چې ولس د خپلو اتلانو تر شا ولاړ دی

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرایي رئیس عبدالله هم ورته خدای په امانۍ ته ورغلی و.
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرایي رئیس عبدالله هم ورته خدای په امانۍ ته ورغلی و.

د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان ملي ټیم د کپتان محمد نبي او مرستیال نوروز منګل په مشرۍ ګدون کوي

د نړیوال کپ په سیالیو کې په پنځلسو لوبغاړو کې اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، افسرخان ځاځی، نجیب الله ځدراڼ، ناصر جمال، میرویس اشرف، ګلبدین نائب، حمید حسن، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب علم، جاوید احمدي او عثمان غني برخه لري.

افغانستان تیر کال د کرکټ نړیوال کپ ته لاره ومونده او د اسوشیټ هیوادونو په منځ کې د اسټرالیا او نیوزلینډ په لوبغالو کې به د لومړي ځل لپاره د کرکټ د پنځوس اوریزو لوبو په نړیوال کپ کې ولوبیږي.

د کرکټ نړیوال کپ د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې په څوارلسمه پیلیږي، له لسو ټسټ هیوادونو پرته افغانستان ایرلینډ، سکاټلینډ او عربي متحده امارات پدغه نړیوال جام کې لوبیږي.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له بنګله دېش سره د فبرورۍ په اتلسمه د اسټرالیا په پلازمینه د کانبیرا په لوبغالي کې لري، وړاندې تر دې هم افغانستان د بنلګه دېش لوبډله په ایشا کپ کې ماته کړې وه.

د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان ملي ټیم د کپتان محمد نبي او مرستیال نوروز منګل په مشرۍ ګدون کوي
د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان ملي ټیم د کپتان محمد نبي او مرستیال نوروز منګل په مشرۍ ګدون کوي

د افغانستان دوهمه لوبه له سریلانکا سره د فبرورۍ په دوه ویشتمه ده، افغانستان وار دمخه په ایشا کپ کې له سریلانکا سره مخ شوی وو، چې ماتې یې خوړلې وه.

د افغانستان درېیمه لوبه له سکاټلینډ، څلورمه د کرکټ د درې ځلو لوبو اتل کوربه اسټرالیا، پنځمه هم له بل کوربه نیوزيلینډ او وروستۍ له انګلینډ یا انګلستان سره ده.

پدې ډول به افغانستان په نړیوال کپ کې له پياوړو کرکټ لوبډلو سره ولوبیږي، افغانستان وار دمخه په عربي متحده اماراتو کې له اسټرالیا سره لوبه کړې ده.

د کرکټ د لوبې ماهرین وايي، دا چې د اسټرالیا او نیوزلینډ پیچونه تېز او د تېزو بالرانو ملاتړي دي، نو افغانستان ته پداسې پیچونه تمریناتي لوبې او تمرینونه په کار دي

افغانستان به د رسمي سیالیو نه مخکې د هند او عربي اماراتو د ټیمونو سره یوه یوه غیر رسمي تمرینی سیالي هم ترسره کوي

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دې نه وړاندې د شل اوریزو لوبو په درېو نړیوالو جامونو کې برخه اخیستې ده. د کرکټ نړیوال جام سیالۍ چې په کال ١٩٧٥ کی د انگلستان نه پیل شویدي، ټولو نه زیاتې د اسټرایلیا ټیم گټلي دي ،چې څلور ځله قهرمان شویدی .هندوستان او ویسټ انډیز دوه ځله گټلی دی. یو ځل پاکستان او سري لنکا ته دغه ستر جام پورته کړیدی. تراوسه د کرکټ اصل موسیس یعني انگلستان دغه جام نه دی گټلی.

د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان ملي ټیم د کپتان محمد نبي او مرستیال نوروز منګل په مشرۍ ګدون کوي
د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان ملي ټیم د کپتان محمد نبي او مرستیال نوروز منګل په مشرۍ ګدون کوي

دا دویم ځل دی چې د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ په اسټرالیا او نیوزیلینډ کې کیږي. دا سیالۍ به د مارچ تر نهه ویشتمې نیټې دوام لري. د څوارلس ټیمونو ترمنځ به سیالۍ کیږي. اووه اووه ټیمونه به لومړۍ د یو بل سره یوه یوه سیالي کوي.

دوي نه به څلور ټیمونه بل پړاو یا کوارټر فاینل ته ووځي. چې بیابه د مقابل گروپ د څلورو ټیمونو سره مخامخ کیږي. هر ټیم چې بریالی کیږي ،نو هغه به نیمه پای لوبه یا سیمي فاینل ته ځي. د نړیوال جام فاینل د مارچ په نهه ویشتمه میلبورن کې دی.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي ویلي دي چې دی په خپلو لوبغاړو ډیر باور لري او د خپل تر اخري توانه به غوره لوبه کوي او هڅه به کوي چې د نړۍ او ولس په هیلو پوره وخیژي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG