د لاس رسي وړ اتصالات

اشتون کارټر: اوکراین ته د وسلو د ورکولو ملاتړ کوم


د چهارشنبې په ورځ، کارټر د امریکا د سنا د وسله والو خدماتو د کمیټې په یوه غونډه کې پوښتنې ځواب کړي.
د چهارشنبې په ورځ، کارټر د امریکا د سنا د وسله والو خدماتو د کمیټې په یوه غونډه کې پوښتنې ځواب کړي.

د امریکا د دفاع د وزارت لپاره نومول شوی وزیر اشتون کارټر وايي چې اوکراین ته د وسلو د ورکولو ملاتړ کوي.

اشتون کارټر چې د امریکا د جمهوررئیس براک اوباما له خوا د دفاع د وزیر په توگه نومول شوی د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې دی اوکراین ته د «مرگانیو» وسلو د ورکولو ملاتړ کوي چې اوکراین وکړای شي د روسیې د طرفدارو بیلتون غوښتونکو په مقابل کې وجنگیږي.

ښاغلي کارټر وویل چې «زه فکر کوم چې دې ته اړتیا لرو چې د اوکراین [د حکومت] ملاتړ وکړو چې د ځانه دفاع وکړي. زه د دې طرفداره یم چې دوی ته وسلې ورکړو. . . د مرګانیو وسلو په شمول.»

هغه دا تبصره د امریکا د سنا د مجلس د وسله والو خدماتو د کمیټې په یوه غونډه کې چې د هغه د تائیدولو دپاره جوړه شوې وه، د جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکېن د یوې پوښتنې په جواب کې وکړه.

مخکې د فرانسې د د فاع وزیر هم د چهار شنبې په ورځ په پاریس کې خبریالانو ته ویلي وو چې فرانسه دا نیت نه لري چې په دې اوسني پړاو کې دې اوکراین ته «مرگانۍ وسلې» ورکړي.

د جرمني صدراعظمي انگیلا میرکل هم په خپله یوه تبصره کې ویلي دي چې جرمني به اوکراین ته وسلې ور نه کړي او په عوض کې به یې«دیپلوماتیکي حل لارې» ته خپله پاملرنه واړوي.

میرمن میرکل واشنگټن ته را روانه ده او د دوشنبې په ورځ به د جمهوررئیس اوباما سره وگوري.

له بلې خوا پرون د یاغیانو تر کنټرول لاندې د دونیڅک د ښار یوه روغتون ته نژدې د توپ د مرمیو د لګیدلو له امله لږترلږه څلور کسه وژل شوي دي.

اوسمهال امریکا د کیف سره مرسته کوي خو داسې مرستې چې «مرګانۍ وسلې» نه دې پکښې شاملي. خو واشنګټن په خپلې پالیسۍ غور کوي.

ښاغلي کارټر دا ژمنه هم وکړه چې که چیري سنا یې د دفاع د وزیر په توګه تائید کړي نو دې به په اردن باندې د وسلو د خرڅولو بهیر هم ګړندی کړي.

XS
SM
MD
LG