د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: پریږدئ چې نجونې زده کړې وکړي


ولسمشر اوباما او میرمن اوباما د «پریږدئ چې نجونې زده کړې وکړي» په نامه د نجونو د تعلیم نوي پروګرام اعلان کړ.
ولسمشر اوباما او میرمن اوباما د «پریږدئ چې نجونې زده کړې وکړي» په نامه د نجونو د تعلیم نوي پروګرام اعلان کړ.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي چې هره نجلۍ ته باید د تعلیم فرصت برابر شي او میرمن اوباما بیا وايي چې د نجونو د تعلیم لپاره باید چې د ولسونو سره کار وشي.

ولسمشر اوباما او میرمن اوباما د سې شنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د «پریږدئ چې نجونې زده کړې وکړي،» د پروګرام د اعلانولو په غونډې کې خبرې وکړي.

ولسمشر اوباما وویل چې «هره نجلۍ د دې مستحقه ده چې عزت یې وشي، برابره وګنل شي او د دې فرصت ولري چې خپل ذهن او استعداد ته وده ورکړي، ترڅو د خپلې خوښې ژوند وکړي او خپل راتلونکی انتخاب کړي.»

خو باراک اوباما وویل چې د نجونو د تعلیم اهمیت «موږ ته واضح دی. خو، موږ پوهیږو چې هر کس ته بیا دا خبره واضح نه ده.» دغه یې علت دی چې په نړۍ کې په میلیونو نجونې د تعلیم نه بې برخه دي.

د امریکا ولسمشر د نجونو د تعلیم په لاره کې د ځینو خنډونو ذکر وکړ، چې پکښې د کورنیو ناوړه اقتصادي حالت، د قانوني سن نه مخکې د نجونو ودول، جګړې او ناوړه دودونو هم شامل وو. په نړۍ کې شاووخوا ۶۲ میلیون نجونۍ ښوونځیو ته نه ځي.

ولسمشر اوباما وویل چې «زه په دې قانع شوی یم چې یوه داسې نړۍ چې نجونو پکښې تعلیم کړی وي ډیره به خوندي وي، ډیره به باثباته وي او ډیره به سوکاله وي.»

اوباما دا هم وویل چې که چیري نجونو ته د تعلیم زمینه برابره شي نو وختې به ودونه نه کوي، او په نتیجه کې به یې د اولادونو صحت ښه وي او د اولادونو تغذیه به یې هم سمه وي.

د امریکا ولسمشر څرګنده کړه چې د تعلیم یافته ښځو درآمد زیات وي چې دغه بیا د کورنیو او د هیوادونو د اقتصادي ودې سره مرسته کوي. د ښځو د تعلیم د سیاسي ګټو په اړه، اوباما وویل: «هغه ټولنه ثبات لري او ډیره دیموکراته ده،» چې ښځې یې د نارینو په څیر برابر حقوق ولري.

نوی پروګرام

اوباما وویل چې دی او حکومت به یې د نجونو تعلیم ته توجه وکړي. هغه دا هم وویل چې امریکا به د خپل ملګرو هیوادونو او هغه هیوادونو نه چې غواړي د امریکا ملګري شي وغواړي چې په ښوونځیو کې دې د نجونو د شمیر د زیاتولو په اړه جدي کار وکړي.

مېشل اوباما، د ولسمشر اوباما میرمنې، غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل چې «هرځای چې تللې یمه، هلته مې داسې نجونې لیدلې دي چې ډیرې هوښیارې دي او دې ته تږې دي چې یو څه ورنه جوړې شي. دغه نجونۍ [په ټولنې کې] تغیر راوړونکي دي. دوی زموږ د راتلونکي ډاکټرانې دي، ښوونکې دي، او تجارانې دي.»

مېشل اوباما د ملالۍ یوسفزۍ مثال ورکر او ستاینه یې وکړه. هغې څرګنده کړه چې ملالۍ پخپله په دې باور ده چې د هغې په څیر [په نړۍ کې] په میلیونو نورې نجونۍ هم شته.

مېشل اوباما په دې ټینګار وکړ چې د نجونو د تعلیم په برخې کې په ولسونو کې باید کار وشي او د دغه مشکل لپاره ولسونه باید پخپله حل لارې پيدا کړي.

میرمن اوباما وویل چې نوی پروګرام چې د «پریږدئ چې نجونې زده کړې وکړي،» په نامه یادیږي هدف به یې دا وي چې د حکومت، غیرانتفاعي او خصوصي موسساتو، بنسټونو ترمنځ د نجونو د تعلیم په برخې کې همآهنګي راشي.

د دغه پروګرام د اعلان په وخت کې، مېشل اوباما وویل چې د پروګرام یوه برخه به دا وي چې Peace Corps رضاکاران چې شمیر یې ۷۰۰۰ ته رسیږي او په ۶۰ هیوادونو کې کار کوي، د کلیو په کچه به د داسې پروژو ملاتړ وکړي چې د دې سره مرسته کوي چې نجونې مکتبونو ته ولاړې شي او خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

په غونډه کې یو شمیر نورو کسانو، چې د ټکساس د ایالات نه د کانګرس غړې کې ګرینجر هم پکښې شامله وه، خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG