د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د عراق او سوریې ترمنځ وروستی تاڼه ونیوله


이슬람 극단주의 무장단체 ISIL을 피해 가족과 함께 이라크 모술 주거지를 떠난 어린이들이 카제르 난민촌에서 놀고있다.
이슬람 극단주의 무장단체 ISIL을 피해 가족과 함께 이라크 모술 주거지를 떠난 어린이들이 카제르 난민촌에서 놀고있다.

د حالاتو څارونکي وایي چې د اسلامي دولت ډلي یا داعش د سوریې او عراق تر منځ د سوریې تر کنټرول لاندي وروستۍ سرحدي تاڼه هم نیولې ده.

په برتانیه کې دیره د سوریې د آبزروېټري په نامه د بشري حقوقو مؤسسې ویلي دي چې د سوریې قواوي د الطنف د سرحدی تاڼې نه تښتیدلي دي او دغه سرحد یې جنگیالیو ته خوشي کړی دی.

دغو څارونکو ویلي دي چې داعش وروسته له هغه چې د پالمیرا یا تدمر لرغونی ښار یې ونیو، اوس د سوریې د تقریبا نیمایي برخي کنټرول تر لاسه کړی دی او د دې ښار د تقریبا ٢٠٠٠ کالو لرغوني آثار یې د خطر سره مخامخ کړیدي.

تدمر د نړۍ په میراثونو کې دی او د یونسکو له خوا یې ساتنه او حفاظت کیږي. د دغي ادارې رئیسي آیرینا باکووا، هغه د بشري تمدن د زیږیدو ځای بللی دی. هغې وویل چې که د اسلامي دولت ډله د دغه ښار لرغوني آثار تباه کړي، نو دا به «د بشریت یوه ستره ضایعه وي.»

تدمر د نړۍ په میراثونو کې دی او د یونسکو له خوا یې ساتنه او حفاظت کیږي
تدمر د نړۍ په میراثونو کې دی او د یونسکو له خوا یې ساتنه او حفاظت کیږي

دغو مبارزینو نړۍ د دې کال په سر کې هغه وخت په قهر او غوصه کړه چې د عراق د نمرود د ښار ورانو شویو تاریخي ځایونو ته یې بلدوزرونه ونیول او ټول یې محوه او نابود کړل، او په موصل کې یې هم ډیری قیمتي مجسمې ونړولې.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاقي ماري هارف د پنجشنبې په ورځ وویل چې امریکا د سوریې د آبزروېټري د مؤسسې سره په دې باندي موافقه نه لري چې ویلي یې دي داعش د سوریې په نیمایي خاوري باندي کنټرول لري.

هغې دا هم وویل چې د امریکا حکومت د کانگرس د ځینو غړو هغه غوښتنه نه ده منلې چې ویلي یې دي امریکا دي په سوریه او عراق کې دا اوسنۍ ستراتیژي په داسي حال کې بدله کړي چې د اسلامي دولت ډله ډیره تیری کونکې شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ماري هارف د سوریې په هکله د خبرو په وخت
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ماري هارف د سوریې په هکله د خبرو په وخت

آغلې هارف وویل چې « د امریکا ستراتیژۍ د هغوی د قوماندې او کنټرول ځیني برخي اشغال کړي دي، د هغوی مخابراتي وسایل یې وران کړي دي، د هغوی مالي منابع یې هم له منځه وړي دي. ځکه نو زمو ستراتیژۍ د هغوی بودجې ته صدمه رسولې ده، د هغوې جنگیالي یې کم کړي دي او د زیاتو خارجي جنگیالیو په استخدامولو کې یې د هغوی لاري بندي کړي دي.»

XS
SM
MD
LG