د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مشهور سیاستمداران څنگه خپلې پېسې پټي ساتي


پاناما لیکس
پاناما لیکس

په لویه کچه د پټو اسنادو د افشا کیدو نه دا واضح شویده چې د نړۍ شتمن او ثروت مند خلک څنگه خپلې پیسې د خپل ملت نه پټوي او هم دغه شتمن خلک په څه طريقه ځان د مالیې د ورکولو نه خلاصوي.

دغه رپورټ چې نن خپور شویدی پکې د نړۍ د ځینو هیوادونو ولسمشران او سیاسي مشران شامل دي.

نړیوال خبریالان د پاناما د یوې قانوني کمپنۍ افشا شوي اسناد پلټي، دوي وایي چې د روسیې ولسمشر ولادومیر پوتن دوه ملیارده ډالره د څلویښت کلونو په مودی کې د پاناما د یوی کمپنۍ په واسطه د ملک نه د باندی انتقال کړیدي.

د خبریالانو یوی تحقيقاتي ډلې چې د جرمني د یوی ورځ پاڼی او د نورو سلگونو ورځ پاڼو سره په یوځاي کار کوي په رپوټ کی ویلي دي چې د پاناما د یوی قانوي کمپني چې موساک فونسیکی نومیږي شا او خوا یولس ملیونه اسنادو نه دا معلومیږي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتن د ١٩٧٧ کال نه راپدیخوا کم تر کمه دوه ملیادرده ډالره د ملک نه د باندي دغه کمپنۍ ته انتقال کړیدي.

په دغو وړو جعلي کمپنیو کې چې کومي پېسي پرتی دي، دا ضروري نه ده چې دغه غیر قانوني وي او اکثره دغه پېسی د مالیې نه د خوندیتیوب لپاره په دغه ډول کمپنیو او بانکونو کې اچول کیږي. رپورټ واېي چې بانکونه، قانوني کمپنۍ او کوچنۍ کمپنۍ په دی کې پاتي راغلي دي چې دا روښانه کړي چې دغه پېسي په جنايي طریقو د مالیی نه د فرار او یا د سیاسي فساد په زریعه خو ندي حاصلې شوي.

دغه رپورټ واېي چې د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو د مشرانو نومونه ي په لسټ کې شامل دي او ډیر زر به د هغوي په هکله هم معلومات خپاره شي.

XS
SM
MD
LG