د لاس رسي وړ اتصالات

د سرکونو، څلور لارو او تاریخي ځایونو نومونو بدلولو غبرګونونه پارولي


د کابل ښار نقشه
د کابل ښار نقشه

خو د نومونو د کیښودو کمیسیون وايي چې د کابل د سړکونو د نومونو کیښودل د خلکو ترمنځ د یووالي لپاره ترسره کیږي.

پلازمینه کابل،د بیلابیلو پیښو شاهد ښار:

د دهمزنګ درې لارې هغه ځای دی چې یوه اونۍ مخکې پکې د لاریون کوونکو په منځ کې چاودنه وشوه او تر اتیا ډیر کسان پکې ووژل، د پیښې څو ورځې لا نه وې تیرې چې جمهور رېیس اشرف غني د دهمزنګ درې لارې نوم د شهیدانو په نوم ونوموو.

kabul map
kabul map

نه یوازې دهمزنګ بلکې په کابل کې عام واټونه، څلورلارې د جهادي مشرانو، سیاستوالو، د جګړو د قربانیانو او آن د قومي مشرانو په نوم بدل کړای شوي، چې دغه کار د کابل ښاریان اندیښمن کړي‌ دي. محمد اسماعیل د کابل ښار یو اوسیدونکی وایي "هر ځای یو تاریخي نوم لري موږ نه غواړو چې داسې کار وشي دا د قومونو ترمنځ د بې اتفاقۍ سبب ګرځي"

د کابل ښار لږترلږه څلویښت څلور لارې لري چې په نیمو یې د سیاسي او جهادي مشرانو، قوماندانانو، د جګړې او تاوتریخوالو د قربانیانو، لیکوالانو او شاعرانو نومونه ایښودل شوي.

پدې کې یوه د مکروریانو څلور لارې ده چې د عبدالحق په نوم نومول شوې او تازه یې د بیارغونې چارې روانې دي، ترڅنګ یې د عامې روغتیا څلور لارې چې د مقاومت په نوم نومول شوې او د کابل په لویدیځ کې یوه بله د پل سوخته څلور لارې د عبدالعلي مزاري په نوم، نومول شوې ده. د کابل ښار یو بل اوسیدونکی عبدالرحیم وایي "د څلور لارو نومول یوازې د قدرت ښودل دي؛ که راشئ یو فابریکه جوړه کړئ چې یو څلور مسلمانان ترې ډوډۍ پیدا کړي او یو څلور کسانو پکې پرده وشي له سهاره دلته راځم لس افغانۍ پیدا کولای نه شم".

یوبل ښاري احمد ضیا سلطاني وایي نه غواړي چې یو کس زور ولري بیا یوه څلورلارې د هغه په نوم شي، یا د عامې روغتیا څلور لارې هغه څوک چې زور لري د هغې په نوم یا د کوم سوداګر په نوم شي، سلطاني وایي افغانان هیڅکله دا نه نومونه نه غواړي.

نه یوازې څلور لارې او سړکونه بلکې، د یو شمیر ملکي او پوځي‌ پوهنتونونو، تپو او هوايي ډګرونو نومونه هم بدل کړای شوي دي.

د نومونو د بدلولو چارې یو نهه کسیز کمیسیون چې د کابل ښاروالۍ هم غړې ده، پرمخ بیايي، کابل ښاروالۍ وايي‌ چې د نومونو د بدلولو پرمهال دوی په اقلیت کې دي او نه شي‌ کولای څه وکړي. د کابل ښاروالۍ د نشراتو مسول او د سړکونو د نوم ایښودنې د کمیسیون غړی عبدالقادر آرزو امریکاغږ ته وویل "کابل ښاروالۍ ددغه کمیسیون غړیتوب لري او کله چې غړي په یو نوم پریکړه وکړي، که ښاروالۍ مخالفت یا رضایت ولري په اقلیت کې ده".

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بیا د نومونو په تیره د دهمزنګ د نوم د بدلولو په هکله وايي."اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به کابل ښاروالۍ سره په ګډه پر دغه موضوع غور کړی او ددې سیمې د پخواني‌ نامه او د اوسني وړاندیز او هدایت دواړو اړخونو په پام کې نیولو سره به د ولسمشر تر هدایت وروسته فیصله وړاندې کوي".

د تازه نومونو د بدلولو چارې له بیلابیلو غبرګونونو سره مل دي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي‌ چې د کابل په لویدیځ کې د فیض محمد کاتب د سړک د نوم بدلولو جنجال لا تراوسه په خپل ځای پاتې دی.

به کابل ښار ځنې هغه ساحې چې ځانمرګي بریدونه پکې شوي
به کابل ښار ځنې هغه ساحې چې ځانمرګي بریدونه پکې شوي

په وروستیو نوم ایښودونو کې په ۲۰۱۲ کال کې د هرات والي داودشاه سبا د قول نه ویل شوي وو چې د قانون له مخې یوه سرک باید هغه وخت د یو چا په نوم یاد شي چې لږترلږه پنځوس کاله یي د مړینې تیر شوي اوسي.

سره لدې چې د یوې خوا فغانستان په عمومي توګه د ادرس څرګند سیستم ته اړتیا لري، بلخوا ښارونه او ناحیې ورځ تربلې په خلکو ډکیږي او سرکونه، ودانۍ او کورونه په نمبرو څرګند سیستم نلري. تراوسه د أفغانستان په ډیرو لویو ښارونو کې که د یوې ودانۍ یا رسمي دفتر ادرس لپاره پوښتنه وکړئ، نو د ونې، د ځای د دروازې په رنګ درته لارښوونه کوي او یا وایي چې د فلاني جومات خواته او د یو بل مشهوره ځای په یادولو د ادرس نښه درکوي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG