د لاس رسي وړ اتصالات

ياسمين:په نړيوال ډگرکې د افغانستان بيرغ اوچتول مې لويه هيله ده


١٩ کلنی ياسمين حسن د لمړي ځل لپاره په افغانستان کې د غره ختونکو نجونو د ملي ټيم غړيتوب تر لاسه کړې .

دا لمړی ځل دی چې په افغانستان کې د غره ختونکو نجونو ډله جوړيږي او اوه تنه يی د ملي ټيم غړيتوب ترلاسه کوي .

ياسمين حسن اشنا راډيو سره په خبرو کې وويل ، ارمان يي وو چې د نورو ورزشونو تر څنگ د غره ختونکو نجونو يوه ډله هم په افغانستان کې جوړه شي چې اوس خپلې هيلې ته رسيدلی ده .

نوموړی د ننگرهار ولايت د سرخرود ولسوالۍ اصلي اوسيدونکې ده، هغه وايي د سیمې د خلکو ، خپلوانو اوکورني ممانعتونو سره سره يی بياهم د افغانستان بيرغ په خپلو اوږو د پنجشير او باميان د غرونو تر لوړو څوکو ورساوه.

ياسمين د افغانستان بيرغ په خپلو اوږو د پنجشير د غرونو تر لوړو څوکو ورساوه او خپله هيله يي پوره کړه
ياسمين د افغانستان بيرغ په خپلو اوږو د پنجشير د غرونو تر لوړو څوکو ورساوه او خپله هيله يي پوره کړه

پيغله حسن وايی ددوئ ډله د روان نړيوال المپيک سياليو کې د گډون لپاره تياره وه خو نه پوهيږي چې ولې ددوۍ ډله دغو سياليو ته انتخاب نشوه .

آغلې حسن وايی يواځنۍ هيله يې راتلونکې المپيک سیالیو کې گډون او په نړيوال ډگر کې د افغانستان بيرغ اوچتول دي .

د ياسمين حسن بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:48 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG