د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان: ښه لوبغاړی یم، ځکه د بنګلدېش سیالیو ته غوره شوم


راشد خان لیګ بریګ ګوګلي باولینګ کوي، چې تر دې دمه یې د ۲۰ اورونو ۱۴ نړیوالې لوبې کړي او ۱۹ کسان یې سوځولي دي
راشد خان لیګ بریګ ګوګلي باولینګ کوي، چې تر دې دمه یې د ۲۰ اورونو ۱۴ نړیوالې لوبې کړي او ۱۹ کسان یې سوځولي دي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی راشد خان ارمان وايي چې " زما د ښې لوبې " له کبله د بنګلدېش په کورنیو سیالیو د لوبېدو چانس راکړل شو.

هغه وايي د بنګلدېش د ملي لوبډلې کپټان مشرف مرتضی څه موده مخکې له بنګلدېش سره د افغانستان د سیالیو پر مهال او تر هغه مخکې د ۲۰اورنو په نړیوال جام کې زما لوبې لیدلې وي او زه یې په نښه کړی وم.

ښاغلي ارمان د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د بنګلدېش په کورنیو سیالیو کې لوبېدل به یې تجربه او ړتیا نوره هم ورزیاته کړه. هغه د بنګلدېش د ملي لوبډلې د کپټان مشرف مرتضی په لوبډلې، کمیلا ویکتورینز، کې دی.

نوموړی وايي چې په لوبډلې کې یې د نړۍ او بنګلدېش مشهور لوبغاړي لوبیږي، چې له شک پرته چې " زه به ډېر شیان له دوی نه زده کړم ".

راشد خان وايي چې د بنګلدېش لوبغاړي او د کرکټ مینوال یې افغان لوبډلې او د لوبغاړو استعداد او لوبو ته درناوی او مینه ورسره لري.

دوه نور افغان لوبغاړي محمد نبي د چیټاکانګ او شهزاد محمدي د رانګپور رایډرز په لوبډلو کې لوبیږي. دا د نبې درېیم ځل دی، خو د هغو دوو نورو بیا لومړنی وار دی.

تر دوی مخکې شاپور ځدراڼ، حمید حسن او سمیع الله شینواري هم د بنګلدېش په پریمیر لیګ سیالیو کې لوبېدلي وو. دا د ۲۰ اورونو تجارتي سیالۍ دي چې د بنګلدېش او نړۍ مشهور او قوي لوبغاړي په کې لوبیږي. دا سیالۍ د نومبر په څلورمه پیلږی.

راشد خان وايي چې له دغو سیالیو نه به ترلاسه کېدونکې تجربې به د افغانستان د ملي لوبډلې له نورو لوبغاړو سره هم شریکوي.

راشد خان لیګ بریګ ګوګلي باولینګ کوي، چې تر دې دمه یې د ۲۰ اورونو ۱۴ نړیوالې لوبې کړي او ۱۹ کسان یې سوځولي دي. په یوې لوبې کې یې درې لوبغاړي وسوځول او ۱۱ منډې یې ورکړې.

هغه د اړتیا پر مهال ښه بیټېنګ هم کولی شي او په فیلډینګ هم چابک او فعاله دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG