د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کال ٢٠١٦ د کرکټ وروستۍ سیالي هم وگټله


دا اول ځل دی چې افغانستان له اماراتو څخه د ۲۰ اورونو په سیالیو کې درې صفر سیریز ګټي
دا اول ځل دی چې افغانستان له اماراتو څخه د ۲۰ اورونو په سیالیو کې درې صفر سیریز ګټي

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم چې دا وخت په متحده عربي اماراتو کې دی ،د کوربه ټیم سره ېې د دریو شل اوریزو سیالیو لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسوله. افغانستان ملي کرکټ ټیم د څوارلسم ،شپاړلسم او نن اتلسم اگست لوبې ډېر په اسانه او ستر توپیر سره وگټلې او په یوه سیالۍ کې ېې هم عربي اماراتو لوبغاړو پرېنښودل چې د افغانستان کرکټ لوبغاړي د مشکل سره مخ کړي.

د افغانستان ملي ټیم نن دریمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته د گټلو دپاره د ١٨٩ منډو هدف ورکړی و،خو عربي اماراتو ټیم ونکړی شو چې ټاکل شو شلو اورونو کې دا هدف پوره کړي او یوازې ١۴٥ منډې ېې وکړې او اته لوبغاړي ېې هم وسوزیدل.

د افغانستان کرکټ ملي ټیم په کال ٢٠١٦ کې شل اوریزو سیالیو کې د نورو ټیمونو نه زیاتې بریاوې ترلاسه کړي
د افغانستان کرکټ ملي ټیم په کال ٢٠١٦ کې شل اوریزو سیالیو کې د نورو ټیمونو نه زیاتې بریاوې ترلاسه کړي

افغانستان لخوا توپ اچونه کې غوره برخه د محمد نبي او راشد ارمان وه چې درې درې لوبغاړي ېې وسوزول او په توپ وهنه کې نن محمد شهزاد ،نجیب ترکي ،سمیع الله شینواري او عثمان غني ښه وځلیدل او د مقابل ټیم دپاره ېې په لوړ هدف ټاکلو کې برخه واخیسته.

دې نه وړاندې دوه لومړیو شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان له لوري نجیب ځدران په ډیر وځلیده او په یوه سیالۍ کې ېې په لسو توپونو دیرش او بله کې پنځوسیزه هم وکړه. ورسره کریم جنت لومړۍ سیالۍ کې د ٢٥ منډو سره درې لوبغاړي هم وسوزول. کریم جنت ،فرید ملک،او حضرت ځاځی هغه لوبغاړي دي چې په لومړي ځل ېې د افغانستان لخوا نړیواله شل اوریزه کرکټ کې برخه واخیسته.

د یادونې وړ ده چې د متحده عربي اماراتو ټیم د همدې کال په سر افغانستان ته د اسیا جام دپاره غوراوي سیالیو کې ماتې ورکړې وه او افغانستان په همدې کال کې ورنه بیرته درې سیالۍ وگټلې.عربي اماراتو په دویمه درجه ټیمونو کې اسیا په سویه د افغانستان نیزدې حریف بلل کیږي. دا دواړو ټیمونو د کال ٢٠١٦ وروستۍ سیالي وه چې د افغانستان په بري پای ته ورسیده.دواړه ټیمونه به بله میاشت همدې میدانونو د اتو ملکونو په یو شل اوریز ټورنامنټ کې بیا مخامخ کیږی.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG