د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا استخباراتي رپوټ: پوټین د ټرمپ بریالیتوب غوښت


د استخباراتو رپوټ "د روسیې هدف دا وه چې خلک د متحده ایالاتو پر دیموکراسۍ بې باروه کړي او د هیلري کلنټن د بریالیتوب مخه ونیسي"
د استخباراتو رپوټ "د روسیې هدف دا وه چې خلک د متحده ایالاتو پر دیموکراسۍ بې باروه کړي او د هیلري کلنټن د بریالیتوب مخه ونیسي"

د امریکا استخباراتي ادارې وایي چې د روسیې ولسمشر پوټین د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هیلري کلنټن پر ضد کمپاین وکړ او هڅه یې وکړه چې د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره په بریالیتوب کې مرسته وکړي.

د استخباراتو په رپوټ کې راغلې دي "د روسیې هدف دا وه چې خلک د متحده ایالاتو پر دیموکراسۍ بې باروه کړي، د هیلري کلنټن حیثیت ته صدمه ورسوي او د هغې د بریالیتوب امکانات کم کړي."

بل ځای داسې لیکل شوي دي "موږ دې نتیجې ته رسیدلي یو چې د پوټین او د روسیې حکومت په ښکار ډول د منتخب ولسشمر ټرمپ بریالیتوب غوښت، او پوټین او د روسیې حکومت پر خپلو ټولو امکاناتو سره د ټرمپ له بریالیتوب سره مرسته وکړه."

د دریو استخباراتي ادارو مشترک رپوټ تر خپریدلو څو وروسته وړاندې، ددې ادارو رئیسانو د بندو دورازو تر شا له منتخب ولسشمر ټرمپ سره ولیدل او همدې مشرانو یوه ورځې وړاندې د پنجشنبې په ورځ له ولسمشر اوباما سره لیدلي و.

په رپوټ کې راغلي دي چې د استخباراتو مرکزي اداره (سي ای اې) او د فډرال تحقیقاتي اداره (اف بي ای) ددې رپوټ پر نتیجه گیري چې گواکې روسیه لاسوهنه کړې ده، چې قوي باور لري. دریمه اداره، د ملي امنیت اداره وایي چې د رپوټ له محتوا سره مخالفت نلري خو د نتیجه گیري په اړه د قوي بارو نلري.

د رپوټ تر خپریدو وروسته ټرمپ د دیموکرات گوند پړ وبللو او داسي ټویټ یې وکړ "د دیموکرات گوند ملي کمیټې لوی غفلت کړی دی چې دغه ډول کار شوی. د جمهوري غوښتونکي گوند ملی کمیټې ډېر قوي دفاعي سیستم جوړ کړی و."

​ټرمپ نن سهار په دې اړه دوه نور ټویټونه وکړل او زیاته یې کړه چې د روسانو مداخلې پر رایو اغیزه نه ده کړې او دیموکراتان د خپل شکست د روسایي د پټولو هڅه کوي.

ټرمپ دا هم ژمنه وکړه چې د واک د ترلاسه کولو وروسته به یوه ټیم ته دنده ورکړي چې په نوي ورځو کې د سایبري یا انټرنیټي امنیت او د روسیې، چین او یا نورو هیوادونو د بریدونو د مقابلې طرحه وړاندې کړي.

د ټرمپ لخوا په اعلامیه کې راغلي دي " د امریکا امنیت او خوندي ستل به زما لومړیتوب وي. د امریکا د خوندي ساتنې، تگلاره، تاکتیکونه، او د امکاناتو مالومات باید عام نه شي چې له دې څخه بیا د مخالفین هم گټه اخیستلی شي.

XS
SM
MD
LG