د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: امریکا د اړیکو د لا غښتلتیا ډاډ راکړ


د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک مسټر د پاکستان د اردو د لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره هم ولیدل.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک مسټر د پاکستان د اردو د لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره هم ولیدل.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت له سلاکار مک ماسټر سره تر لیدلو وروسته، د پاکستان حکومت په رسمي اعلامیه کې ویلي دي چې امریکایي چارواکې ته یې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو اندیښنه څرگنده کړه.

اعلامیه زیاتوي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز، ښاغلي مک مسټر ته وویل "پاکستان په افغانستان کې د سولې د ټینگښت او بیا پخلاینې د نړیوالو هڅو ملاتړ کوي".

د پاکستاني حکومت په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې ښاغلي مک مسټر د ترهگرۍ سره په جگړه کې د پاکستان قربانۍ وستایلې.

په اعلامیه کې راغلي دي "هغه [مک مسټر] د دوه اړخیزو او گټورو اړیکو د لا غښتلتیا او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینگښت لپاره د د امریکا د نوي حکومت لخوا د پاکستان سره د نژدې کار کولو تعهد وکړ".

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د خپل پاکستاني سیال برسیره د صدراعظم نواز شریف سره هم ولیدل.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د خپل پاکستاني سیال برسیره د صدراعظم نواز شریف سره هم ولیدل.

د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار، جنرال مک ماسټر له افغان مقاماتو سره تر لیدنې وروسته، د پاکستان مرکز اسلام آباد ته رسیدلی و او له صدراعظم نواز شریف سره یې لیدلي دي.

دا د جمهور رئیس ټرمپ د ادارې لومړنی لوړ رتبه مقام دی چې په یو رسمي سفر اسلام آباد ته ځي.

جنرال مک ماسټر پرون په ارګ کې د جمهور رئیس اشرف غني سره د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو تر څنګ په افغانستان کې له ترهګرۍ، نشه یی توکو او فساد سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړې.

ارګ وايي جمهور رئیس غني د امریکا ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړی چې افغان دولت له فساد سره د مبارزې ټینګه اراده لري.

XS
SM
MD
LG