د لاس رسي وړ اتصالات

د نواز شریف څخه تحقیقات کیږي


نواز شریف تر دې وړاندې دوه ځلې د فساد په تورونو له واک څخه لیری شوی دی.
نواز شریف تر دې وړاندې دوه ځلې د فساد په تورونو له واک څخه لیری شوی دی.

د پاکستان د صدراعظم نوازشریف څخه سبا د پنجشنبې په ورځ د هغه د دارایي په اړه تحقیقات کیږي. دا به لومړی ځل وي چې د پاکستان د یوه برحاله صدراعظم څخه څارنوالان دا پوښتنه کوي چې هغه او کورنۍ یې دومره ډېر مال او دولت له کومه کړی دی؟

نوازشریف د فساد تورونه رد کړي دي. تیر کال د پاناما پاڼو په نوم اسناد افشا شول چې گواکې د نوازشریف کورنۍ د غیرقانوني خارجي شرکتونو له لارې د لندن په گرانبیه سیمو کې اپارتمانونه او مجلل قصرونه اخیستي دي.

د پاکستان سترې محکمې د نواز شریف د فساد پرخلاف وړاندې شوي شواهد ناکافي وبلل، خو په دې اړه یې د پارلمان د یوې اختصاصي کمیټې له لارې د نورو تحقیقاتو حکم ورکړ.

په پارلمان کې سیاسي گوندونه د کمیټې په جوړښت کې ناکامه شول او د عمران خان گوند گواښ وکړ چې که د نواز شریف د دارایي تحقیقات ونشي، ددې گوند پلویان به اسلام اباد محاصره کړي.

که پر نوازشریف د اداري فساد تورونه ثابت شي، هغه به له څوکۍ لیري کیږي.

د نواز شریف لومړۍ دوره

نواز شریف په اتیایمو کلونو کې سیاست پیل کړی و او د پوځي دیکتاتور ضیاالحق په واکمنۍ کې لومړی د پنجاب د مالیې وزیر شو او بیا د ٨٥ څخه تر ٩٠ پورې د پنجاب وزیر اعلی و. د ضیاالحق تر وژل کیدو وروسته، په ١٩٨٨ کال کې د مخالف سیاسي گوند کاندیده بېنظیر بوټو صدراعظمه شوه. د بېنظیر بوټو حکومت یوازي دوه کاله دوام وکړ. د ١٩٩٠ په ټاکنو کې د اسلامي گوندونو په شمول د نهو گوندونو ائتلاف ټاکنې وگټلې او نواز شریف یې صدراعظم کړ.

د پیپلز پارټی او د مسلم لیگ ترمنځ په سیاست کې فضل الرحمان تل مهم نقش لوبولی دی.
د پیپلز پارټی او د مسلم لیگ ترمنځ په سیاست کې فضل الرحمان تل مهم نقش لوبولی دی.

د نواز شریف لومړۍ دورې یوازی درې کاله دوام وکړ او په ١٩٩٣ کال کې د وخت جمهور رئیس غلام اسحاق خان د هغه حکومت د اداري فساد په پلمه ړنگ کړ.

د نواز شریف دوهمه دوره

په ١٩٩٣ کال کې بېنظیر بوټو دوهم ځل صدراعظمه شوه خو د اغلې بوټو حکومت هم په دریم کال له منځه ولاړ او په ١٩٩٧ کال بیا ټاکنې وشوې. یو ځل بیا د نوازشریف گوند په پارلمان کې پراخ اکثریت وگاټه او هغه یو ډېر غښتلی صدراعظم شو. دا ځل نواز شریف اساسي قانون تعدیل کړ او د جمهور رئیس څخه یې د پارلمان د لغوه کولو او د حکومت د ړنگولو واکونه واخیستل.

جنرال پرویز مشرف په ١٩٩٩ کال کې د سپینې کودتا له لارې د نواز شریف حکومت ړنگ کړ.
جنرال پرویز مشرف په ١٩٩٩ کال کې د سپینې کودتا له لارې د نواز شریف حکومت ړنگ کړ.

نواز شریف بې ساری غښتلی صدراعظم و خو د پوځ لوی درستیز جنرال پرویز مشرف پوځي کودتا وکړه. لومړی یې نواز شریف بندي کړ او ورپسې یې سعودي عربستان ته تبعید کړ.

د نوازشریف دریمه دوره

نواز شریف په ٢٠٠٧ کال کې بیرته پاکستان ته ستون شو خو د پخوانۍ جرمي سابقې په دلیل یې په ټاکنو کې د برخه اخیستلو مخنیوی وشو. ټاکنې د پیپلز پارټۍ وگټلې او د بینظیر بوټو میړه اصف علي زرداري پخپله جمهور رئیس شو.

په ٢٠١٣ کال په لومړي ځل یوه منتخب حکومت خپله دوره بشپړه کړه او بل منتخب حکومت ته یې واک وسپاره.
په ٢٠١٣ کال په لومړي ځل یوه منتخب حکومت خپله دوره بشپړه کړه او بل منتخب حکومت ته یې واک وسپاره.

په دې موده کې نواز شریف د خپل گوند پر بیا غښتلتیا او یووالي کار وکړ او په ٢٠١٣ کال کې یې پراخ اکثریت وگاټه. د پاکستان په تاریخ کې په لومړي ځل د یوه منتخب حکومت څخه بل منتخب حکومت ته واک وسپارل شو.

XS
SM
MD
LG