د لاس رسي وړ اتصالات

رولا غني ته د "ځوانانو د ملاتړې" لقب ورکړل شو


ځوانانو میرمن غني وستایله چې د ځوانانو د فعالیتونو او نوښتونو ننګه کوي
ځوانانو میرمن غني وستایله چې د ځوانانو د فعالیتونو او نوښتونو ننګه کوي

د افغان ځوانانو د مخترعینو نړیوالې اجماع د ولسمشر غني مېرمنې رولا غني ته د «ځوانانو ملاتړې» لقب ورکړ.

دا لقب د سه شنبې په ورځ (فبروري۲۳) د "چهار چنار ماڼۍ" کې په یوې غونډې کې میرمن غني ته ورکړل شو.

د رولا غني دفتر وايي چې د مخترعینو نړیوالې اجماع او ځوانانو ځکه میرمن غني ته دا لقب ورکړ چې په خبره هغه د مخترعینو او ځوانانو هڅې ستایلي او کار ورته کوي.

وايي په دغې غونډې کې شاوخوا ۱۵۰ افغان ځوانانو د نورو ځوانانو په استازيتوب برخه اخیستې وه. د میرمن غني دفتر دا خبر په خپل فیسبوک کې خپور کړی دی

دغه ځوانان وايي میرمن غني ته یې ځکه دا لقب ورکړ چې د ځوانانو فعالیتونه ستایي
دغه ځوانان وايي میرمن غني ته یې ځکه دا لقب ورکړ چې د ځوانانو فعالیتونه ستایي

رولا غني ورغلیو ځوانانو ته وويل "د لسو یا ۲۰ راتلونکو کلونو په ترڅ کې به د هیواد رهبري تاسو ته سپارل کیږي. تاسو باید د یو با ثباته او هوسا افغانستان په جوړونه کې له خپلې پیاوړتیا څخه ګټه واخلئ."

دا لومړی ځل دی چې د افغان ځوانانو ټولنو او استازو د ولسمشر غني میرمن رولا غني ته داسې یو لقب ورکوي.

XS
SM
MD
LG