د لاس رسي وړ اتصالات

د مارچ اتمه د کلیوالو خويندو په نوم لمانځو ـ حسینه ساپۍ


ميرمن ساپۍ :نا امني د ښځو د پرمختگ لپاره ستر خنډ دی
ميرمن ساپۍ :نا امني د ښځو د پرمختگ لپاره ستر خنډ دی

د افغان ښځو شبکې اجرائیه ريسه حسینه ساپۍ وايی سږکال د ښځو نړيواله ورځ (د مارچ اتمه) په داسې حال کې لمانځي چې د افغان ښځو لپا ره يی د عدالت غو ښتنې او حقونو لاسته راوړلو په خاطر مبارزه د ښارونو څخه کليو او بانډو ته غځولې.

ميرمن ساپۍ امريکا غږ اشنا سره په مرکه کې وويل:

پخوا به ددوئ د عدالت غوښتنې ټیم يواځې په کابل کې د ولايتونو د ښځو لپاره د عدالت شعارونه ورکول خو اوس يی د ولايتونو څخه د کليو او بانډو ښځو لپاره د عدالت او حقونو شعارونه پیل کړې.

ميرمن ساپۍ دا هم ياده کړه چې له څو کلونو را پديخوا د شبکې غوښتنه کليوالو خويندو سره مرسته وه چې يو څه اوس هدف ته نږدي شوي دي.

د افغان ښځو شبکې مشرې ښځو ته د عدالت غوښتنې په برخه کې د لاسته راوړنې په توگه د ښځو پر وړاندې د زور زياتي د مخنيوي د قانون یادونه وکړه او ويی ويل :

"نور قوانين په جزايی کود کې شامل شو خو د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي قانون په استثنايي توگه پاتې شو."

همدارنگه د لويی څارنوالۍ لخوا ښځو سره د تاو تريخوالي د کمښت په خاطر د مرستيالۍ بست پرانستل يی هم د عدالت غوښتنې په برخه کې د يوې لاسته راوړنې په توگه یاد او په دی برخه کې يی د حکومت د ملاتړ څخه خوښي څرگنده کړه.

ميرمن ساپۍ نا امني د ښځو د پرمختگ لپاره ستر خنډ وباله.

حسينې ساپۍ مرکه دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:52 0:00
XS
SM
MD
LG