د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې اقتصادي وده مخ پر لوړه روانه ده


د اسهامو بازار هم د ټرمپ د حکومت په اول کال کې ډیر پرمختگ وکړ
د اسهامو بازار هم د ټرمپ د حکومت په اول کال کې ډیر پرمختگ وکړ

د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې په امریکا کې د منځنۍ دورې دپاره ټاکنې کیږي او د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي تمه لري چې د کانگرس په دواړو جرګو (استازو او سنا) کې خپل اکثریت وساتي.

مبصرین په دې باور دي چې د اقتصادي شرایطو څرنگوالی تربل هرڅه زیات د رایو ورکوونکو پر کړنلاره زیاته اغیزه لري. له همدې امله جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د خپلې دورې اقتصادي پرمختگ او اجراآت په ډیر لوړ غږ ستایي او له خلکو غواړي د نومبر په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند بریالی شي.

د امریکا د کارونو د کچې پدې راپور کې ویل شوي چې په امریکا کې بیکاري د څلور فیصدونه کمه شوېده، او دا کار په تیرو دوو لسیزو کې سابقه نلري. جمهور رئیس ټرمپ وایي کارونه ډیر شته او نور به هم ایجاد شي او هغه خلک چې د کلونو راهیسې بیکاره وو، اوس به د کار خاوندان شي.

جمهور رئیس ټرمپ وایي کارونه ډیر شته او نور به هم ایجاد شي
جمهور رئیس ټرمپ وایي کارونه ډیر شته او نور به هم ایجاد شي

جمهور رئیس ټرمپ ته داسی اقتصاد له مخکنۍ دورې نه په میراث پاتی دی چې په معتدله توگه پرمخ روان و، خو د ښاغلي ټرمپ په دوره کې ېې د پراختیا کچه لوړه شوه. پردې سر بیره د امریکا د اسهامو بازار هم د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت په اول کال کې ډیر پرمختگ وکړ. جمهور رئیس ټرمپ خو ادعا کړې چې د اسهامو بازار پنځه دیرش په سلو کې لوړ شوی دی.

جمهوري غوښتونکي د ټرمپ په دوره کې خپله تر ټولو مهمه کامیابي په فدرال مالیه کې کمښت بولي. په امریکا کې ډیره مالیه، سترې کمپنۍ او ډیر کارگران ورکوي.

پال راین په کانګرس کې د استازو د جرګې رئیس دي او وایي په مالیه کې اصلاحات د کارگرو په ورځني ژوند کې رېښتونی تو پیر رامنځ ته کوي. د ښاغلي رائن په باور کارګرانو ته بخششونه ورکول کیږي، معاشونه ېې لوړیږي او نور امتیازات هم اخلي.

امریکا او چین په گډه د نړۍ د اقتصاد نیژدې څلوېښت سلنه دی
امریکا او چین په گډه د نړۍ د اقتصاد نیژدې څلوېښت سلنه دی

دا اقتصادي پرمختگ، په مالیه کې د اصلاحالاتو له امله د پرمختګ په حال کې دی.

خو دموکراتان وايي د اقتصاد پرمختگ سوکه دی او د مالیې کمښت خپل قیمت لري. په فدرال بوديجه کې کسر، د بارک اوباما په وخت کې نیم شوی و - خو اوس مخ په زیاتیدودی.

هغه اقتصادی موانع او خنډونه چې په مخکې پراته دي هغه داوسنی پرمختگ دوام له ازمېښت سره مخامخولی شی. مثلا د سودگټه زیاتېږی او همدارنگه د تیلو بیه پورته کېږی. پردې سر بیره په دې تیرو څو میاشتو کې په وال سټریټ کې څه معتدل خطرونه هم راڅرگندیږی. په عین وخت کې په تجارت کې په خاصه توگه د امریکا او چین ترمنځ لانجې مخ په زیاتیدو دي.

د جورج میسن پوهنتون استاده کریستین مکډانل امریکاغږ ته وویل که چیرې د تعرفو/ګمرکي مالیاتو خطر زیات او په واقعیت بدل شي، نو یوازې د چین او امریکا لپاره به زیاتمن نه وي، بلکه د امریکا او نړۍ وال اقتصاد لپاره به هم زیان رسوونکی وي.

امریکا او چین په گډه د نړۍ د اقتصاد نیژدې څلوېښت فیصده جوړوي.

ددی راپور ویدیي بڼه دلته لیدلی شئ:

د امریکا اقتصادي راپور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

XS
SM
MD
LG