د لاس رسي وړ اتصالات

چین وایي د امریکا سره اټومي سیالۍ نه کوي


چین ته د ولسمشر ټرمپ د سفر په دوران کې د چین د یوې دولتی ودانۍ مخې ته د امریکا بیرغ رپیږي.
چین ته د ولسمشر ټرمپ د سفر په دوران کې د چین د یوې دولتی ودانۍ مخې ته د امریکا بیرغ رپیږي.

چین د امریکا د دفاع وزارت لخوا د نړۍ د اټومي وسلو په اړه خپور شوی رپوټ په سختو ټکیو رد کړ.

د چین ددفاع وزارت ویاند نن د یکشنبی په ورځ وویل امریکا د چین د اټومي وسلو د انکشاف هدفونه په جسورانه ډول اټکل کړې دي ا و د اټومي پروگرام قوت یې بې ځایه د اندیښنې وړ بللی دی.

د دفاع وزارت ویاند رین گوکیانگ وویل چین به خپل ملي اټومي پروگرام ته د دفاعي پالیسۍ په چوکاټ کې سوله ئیز انکشاف ورکوي.

د چین د کمونیست گوند نظآمي څانگه په نړۍ کې پنځمه درجه ستره اټومي جبه خانه لري. په دغه جبه خانه کې درې سوه اټومي کوپړۍ دي. متحده ایالات او روسیه هر یو اوه زره اټومي کوپړی لري.

چین دا هیله هم څرگنده کړې ده چې امریکا به د ساړه جنگ د زمانې ذهنیت پریږدي او له اټومی وسلو نه د ځان خلاصولو مسؤلیت ته پاملرنه وکړي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د امریکا ستراتیژي داسې طرحه شوې ده چی د اټومی وسلو د استعمال خطر کم وي، خو د وسلو د کنترول مبارزینو دا تگلاره غندلې ده.

د پخواني ولسمشر بارک اوباما په دوره کې امریکا په نړۍ کې د اټومي وسلو د راکمولو قوي ډېپلوماسي لرله، چې اوس هغومره په جدت نه تعقیبیږي.

XS
SM
MD
LG