د لاس رسي وړ اتصالات

مهال واک: د هنر له لارې د مثبت بدلون لپاره مبارزه کوم


اتلس کلنه مهال واک وايي له ماشومتوبه يې د سینما له هنر او موډلينگ سره مينه وه.

هغې امريکا غږ اشنا سره په خبر وکې وويل ​"په جنگونو کې رالويه شوم، ډیر څه مې ولیدل نو فکر مې وکړچې خلکو ته د مثبت فکر ورکولو، پیغام رسولو او پوهاوي ښه لار همدا هنر دی."

پیغلې مهال واک دا هم وويل چې خپلو هنري کارونو پر مخ بیولو کې له ډيرو ستونزو او خنډونو سره هم مخ شوې خو وايي چې د مثبت بدلون لپاره يې اراده غښتلې ده او هدف ته تر رسیدو پوری به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

مهال واک وايي د خلکو د خبرو لپاره هنر نه پريږم
مهال واک وايي د خلکو د خبرو لپاره هنر نه پريږم

هغه وايي د خلکو د مزاحمتونو او خبرو په خاطر هنر نه پريږدي.

مهال له خلکو غواړي چې د سینما په پردې دې خلک يواځې ددی په مخ نه بلکه په هغه پيغام قضاوت وکړي چې دا يی د خپل هنر له لاری ټولنې ته وړاندې کوي.

مهال واک شاوخوا له دوه کاله کيږي چې سینمايي فلمونو ، تلويزيوني سريالونو او موډلينگ برخه کې کار کوي.

خط سوم يې مشهوره سريال دی چې محتوا يې د تعليم او کار په برخه کې ديوې افغانې نجلۍ ستونزې بيانوي.

مهال واک مرکه دلته اوريدلاې شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:13 0:00
XS
SM
MD
LG