د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په سرحد د دیوال په اړه د حکومت بندولو خبرداری ورکړ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړیدی چې که د هغه سیاسی مخالفه د دیموکرات گوند ورسره د میکسیکو سره په سرحد د دیوال جوړولو په مسله مخالفت ته دوام ولري نو هغه به فیډرالي حکومت بندیدو ته پریږدي.

ولسمشر ټرمپ وایي چې که د دیموکرات گوند د امریکا په سرحد د دیوال د جوړیدو په اړه د بودیجې تصویب لاره خلاصه نه کړي او د مهاجرت په قوانینو کې د تغیراتو سره موافق نشي نو هغه به اجازه ورکړي چې د امریکا فیډرالي حکومت وتړل شي.

ښیي چې د ولسمشر ټرمپ سخت دریځ به د کانگرس لپاره د نومبر د میاشتې په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي گوند په گټه تمام شي.

رویټرز لیکي چې د ولسمشر ټرمپ د حکومت د تړولو پریکړه ټرمپ ته تاوان هم رسولی شي ځکه د هغه گوند په کانگرس کې اکثریت لري.

ښاغلي ټرمپ وویل "زه به حکومت تړلو ته رضا وسم که چیرته دیموکراتان مونږ ته د سرحد د خوندیتوب لپاره، چې پکې دیوال هم شامل دی، رایې رانکړي. "

ښاغلي ټرمپ د مهاجرت د قانون په اړه وویل چې پکار ده مونږ یواځې قابل کسانو ته امریکا ته د راتگ اجازه ورکړو.

امریکایان د مهاجرت په اړه ویشل شویدي او پخپله د ټرمپ سیاسي گوند کې ځینې کسان د هغه سره مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG