د لاس رسي وړ اتصالات

اوریاخیل:د وينې کموالې د مرضونو مور ده


په ښځو کې د ويني د کموالي عوامل څه دي؟

د افغانستان د طبي شورا ريسې ډا کتر نسرين اوریاخيل امريکا غږ اشنا راډيو ته وويل چې د مياشتنۍ ناروغي زياتوالې،په تخمدانو کې تومورونه او له امله يې خونريزي ،دوامداره سقط (نقصان)، پرله پسې او ډير زيږون،د ښې او موثرې غذا نه خوراک او د کولمو چينجي چې د خونريزۍ سبب شي.

ميرمن اورياخيل زياته کړه:

«له بده مرغه ډيرې خويندې او مېندې مو د موثره خوړو په هکله پوهاوې او معلومات نلري له بل پلوه د اقتصاد څرنگوالې هم په دی کې ډير رول لري».

هغه وايي د وينې کموالې د مرضونو مور ده، بايد جدي پاملرنه ورته وشي چې د توجه ښه او بهتره لار يې خوړو ته پاملرنه، د مېندوارۍ پر وخت خامخا کلنيک یا شفاخانې ته تلل،پس له ولادت څخه حداقل دوه اونۍ د مور جدي مراقبت او په عاجله توگه د بیا مېندواره کيدو مخنيوې دی.

ډا کتر نسرين اوريا خيل له کورنيو وغوښتل تر څو مېندوارې ښځې ته په کور کې ځانگړې موقف قايل او خوراک ،څښاک ته يې خاصه پاملرنه وکړي تر څو د مور او ماشوم ژوند وژغورل شي.

د عامې روغتیا وزارت د مور او ماشوم برخې مسوولينود (اګست۲۶) د کمخونۍ د وقایوي درملو پیژندنې په غونډه کې ويلي چې د میندو د روغتیا په برخه کې کمخوني یوه ستره ستونزه ده چې ۴۰ فیصده ښځې د امیدوارۍ په وخت کې کمخونۍ او ۲۴ فیصدو نورې یې د اوسپنې د کمښت سره مخ دي.

په ښځو کې د وينې د کمښت او د مخنيوي په لارو چارو د ډاکتر نسرين اورياخيل مرکه دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:10 0:00
XS
SM
MD
LG