د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د لویدیځې غاړې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی


اسرائیل د لویدیځې غاړې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې خپل کورونه دې ړنګ کړي.

د اسرائیل د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویلي دي چې د لویدیځې غاړې د خان الاحمر اوسیدونکو ته یې نن د یکشنبې په ورځ (سپټمبر ۲۳) خبرداری ورکړی چې د بلې میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې دې خپل کورونه ړنګ کړي.

تر اوسه نده معلومه چې که د سیمې اوسیدونکي خپل کورونه ړنګ نکړي نو څه به ورسره کیږي خو کلیوال وایي هیڅوک خپلې مینې نه پریږدي او یوازینې لار دا ده چې "په زور وشړل شي."

اسرائیل وایي دغه کلي د اجازې پرته جوړ شوی خو په اسرائیل کې د فلسطینیانو لپاره د کورنو جوړولو لپاره د جواز اخیستل تقریباً نا ممکنه ده.

د سیمې خلکو د همدې روانې میاشتې په لومړي سر کې د سترې محکمې نه غوښتي و چې د کورونو د ړنګولو پلان دې فسخ کړي خو محکمې د هغوي غوښتنه نه وه منلې.

انتقاد کوونکي وایي د کورونو د جوړولو پلان ښایي چې د ناقلو یهوادونو لپاره د کورونو د جوړولو د پلان سره مرسته وکړي.

د اسرائیل حکومت په سیمه کې فلسطینیانو ته وړاندیز کړی چې دوه نورو سیمو ته دې کډه شي خو کوم معلومات چې د فرانسې خبري اژانس تر لاسه کړي، پکې ویل شوي چې پدغو دوه ځایونو کې یو یې کثافاتو سره نږدې و او بل یې بیا د فاضله موادو د سوځولو فابریکې سره نږدې پروت و.

څو اروپایي هیوادونو هم د اسرائیل د حکومت نه غوښتي دي چې د دغه پلان نه دې صرف نظر وکړي.

XS
SM
MD
LG