د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو له شورا څخه د امریکا په وتلو غبرګونونه


په ژنیو کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا
په ژنیو کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا

د بشري حقونو مدافعینو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د امریکا د متحدو ایالتونو په وتلو خپګان ښودلی دی.

د بشري حقونو مدافیعن وايي نور هیوادونه باید د بشري حقونو د تامین په برخه کې د نړیوالو هڅو د دوام لپاره ګامونه پورته کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ (جون ١٩) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د وتو اعلان وکړ او پرون په ژنیو کې د یادې شوراغونډه د امریکا له شتون پرته وشوه.

متحدو ایالتونو یو کال وړاندې خبرداری ورکړی و که د بشري حقونو شورا د اسرایل پر وړاندې خپل موقف بدل نکړي، دوی به له شورا څخه ووځي.

امریکا د شورا ۴۷ غړي بې اثره بللي دي او دا شورا یې پدې تورنه کړې چې د چین، کیوبا او ونزویلا په شان د نړۍ د بشري حقونو سترو سرغړونکو هیوادونو ته غړیتوب ورکړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان بیا دا تورونه رد کړي دي. کینټ روډ ددې سازمان یو غړی وايي: " د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په شمالي کوریا، میانمار، سهیلي سوډان او سوریه کې د پام وړ کارونه کړي دي خو د ټرمپ اداره یوازې د اسرایل خیال ساتي. متحدو ایالتونو ځکه له دې شورا د وتو پریکړه وکړه چې د بشري حقونو شورا پر اسرایل ډیرې نیوکې کوي. متحده ایالات هڅه کوي چې شورا بې اعتباره کړي او پر اسرایل د انتقادونو کچه راکمه کړي."

چین هم دا تورونه رد کړي او خپل هيواد یې بشري حقونو ته ژمن بللی دی. د چین د بهرنیو چارو وزیر جینګ شوانګ وايي: " له تعصب پرته ټول لیدلای شي چې چین د بشري حقونو د تامین په برخه کې څومره لاسته راوړنې لري. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د متحدو ایالتونو وتل د نړۍ د ګڼ شمیر هيوادونو له غبرګونونو سره مخ شوی دی."

د بشري حقونو مدافعین په دې باور دي چې د امریکا وروستی اقدام به په نړیواله سطحه د بشري حقونو د تامین فعالیتونه زیانمن نکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان غړې سارا مارګان وايي: " د امریکا پر وړاندې دریږو ځکه چې کله په خپل هيواد کې له کورنیو څخه د ماشومانو د بیلولو په شان پریکړې کوي او ادعا یی دا ده چې دوی دا کار د قانون پر اساس کوي، داسې نه ده، دا په حقیقت کې د دوی خپله پریکړه ده."

جمهور رئیس دونالد ټرمپ د چهار شنبې په ورځ وروسته له هغه له کورنیو څخه د ماشومانو د نه بیلیدو پریکړه وکړه چې د امریکا دې اقدام په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راوپارول.

خو د امریکا د کنګرس دیموکرات غړی بیل کیاټینګ وایي د ټرمپ اداره د امریکا د ټول حکومت موقف نشي منعکس کولای: " کله چې په نړۍ کې خلک د امریکا دا شان پریکړو ته ګوري نو دوی باید د کنګرس په شان د امریکا د نورو بنسټونو کار ته هم پام وکړي."

څارونکي په دې باور دي چې د ایران د اټومي هوکړي او د چاپیریال په اړه د پاریس د تړون په شان نړیوالو هڅو څخه د امریکا شاته کیدل یوازې ددې هيواد د اوسنۍ ادارې موقف ښکاره کوی او ممکن راتلونکې اداره له دې ډول موقف ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG