د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې پولیس د سعودي ژورنالیست مړی په ځنگل کې لټوي


د ترکیې پولیس د استانبول ښار په ٩٠ کیلومترۍ کې په یو ځنگل کې د سعودي عربستان د ژورنالست جمال خاشقجي د مړي پاتې شوني لټوي.

د ترکیې امنیتي مقاماتو د جمعې په ورځ وویل چې ددې هیواد پولیس د ښاغلي خاشقجي پاتې شوني د "بلگراد" په ځنگل کې لټوي. ښاغلی خاشقجي د سعودي عربستان د حکومت په ځانگړې توگه د هغه هیواد د ولیعهد محمد بن سلمان، له سختو منتقدینو څخه و.

په عین وخت کې ترکي مقاماتو هغه رپوټونه رد کړي چې گواکې هغوی د جمال خاشقجي د وژلو د جریان صوتي ټیپ د امریکایي مقاماتو سره شریک کړی دی.

رسنیو ویلي چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، په ترکیه کې د خبرو پر وخت هغه صوتي ټیپ اوریدلی چې "د خاشقجي قتل په ډاگه کوي".

خو ښاغلي پمپیو جنوبي امریکا ته د سفر پر وخت ویلي چې "هیڅ ډول صوتي ټیپ مې ندی لیدلی...هیڅ غږ مې ندی اوریدلی. هیڅ متن مې ندی لیدلی"

د ترکیې رسمي خبري اژانس د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو،له قوله ویلي چې "مونږ به نتیجې د ټولې نړۍ سره شریکې کړو."

پدې ترڅ کې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې داسې ښکاري چې جمال خاشقجي مړ شوی دی.

ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ واشنگټن ډي سي ته نژدې په پوځي اډه کې خبریالانو ته وویل چې د سعودي عربستان د خبریال خاشقجي د مړینې په خبر "ډیر غمجن" دی.

د امریکا جمهور رئیس زیاته کړه چې هغه د دریو ځانگړو پلټنو نتیجو ته په تمه دی چې د جمال خاشقجي د بې درکه کیدو دلیلونه څرگند شي.

هغه همداشان خبرداری ورکړ چې "که سعوديانو هغه {جمال خاشقجي} وژلی وي د جدي عواقبو سره به مخامخ شي.

جمال خاشقجي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان، د عمدو انتقادکوونکو له ډلې څخه و د اکتوبر په دوهمه د واده د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلگرۍ ته تللی و، خو دغه ځای ته له تللو وروسته بیا ندی لیدل شوی.

ترکي مقاماتو ویلي چې ښاغلی خاشقجي په عمدي توگه د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کې وژل شوی دی، خو ریاض د ترکیې دغه ادعاوی رد کړي دي او ویلي یې دي چې ددې ډول ادعا د ثبت لپاره هیڅ ډول اسناد نشته.

د سعودي عربستان د لیکوال او ژورنالست بې درکه کیدل د نړۍ د مختلفو هیوادونو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو د انتقادونو او اندیښنو سبب شوي دي.

XS
SM
MD
LG