د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي د خاشقجي قتل یوه 'ستره غلطي' وبلله


سعودي عربستان وایي چې د خبریال خاشقجي وژنه یوه "جدي او ستره غلطي" ده او دا چې ولیعهد محمد بن سلمان پدی اړه ناخبره و

د سعودي عربستان د بهرنو چارو وزیر عدیل الجبیر په لمړني ځل د سعودي خبریال په ترکیې کې د وژل کیدو په اړه خبرې کړیدي.

دا پداسې حال کې ده چې چې نړیوال په سعودي عربستان د خبریال جمال خاشقجي د وژنې له کبله سختې نیوکې کوي.

د سعودي عربستان یو لوړپوړي چارواکي د هغه د وژل کیدو په اړه بیلا بیل رپورټونه ورکړیدی.

سعودي چارواکو لمړی ویلي و چې خاشقجی د سوکانو په وهلو کې مړ شو، بیا یې وویل چې یو مامور د هغه په مرۍ زور وکړ نو ساه یې بند شو خو سعودي چارواکو وروسته بیا دغه رد کړله.

یو سعودي چارواکي د نوم د نه څرگندولو په شرط ویلي و چې د اکتوبر په ٢ نیټه د سعودي یو ١٥ کسیزه ډله د هغه نه د تحقیقاتو لپاره ترکېې ته تللې وه او هلته یې هغه ته د وژلو خبردارې ورکړ خو چې کله هغه د ځان د خلاصولو کوښښ وکړ نو هغه یې وواژه.

په قونصلگرۍ کې د خاشقجي د قتل نه وروسته د هغه کالي یو بل کس ته واغوستول شول او هغه کس یې د قونصلگرۍ نه د باندې وویستو چې خلک دا باور وکړي چې خاشقجي د قونصل نه ژوندی د باندې وتلی دی

په ترکیې کې د سعودي خبریال د وژل کیدو وروسته سعودي عربستان په پیښه کې د ککړتیا او یا د وژلو تورونه رد کړي و خو دوه اونۍ وروسته یې دا ومنله چې هغه په قونصلگرۍ کې د سوال ځواب په جریان کې ووژل شو.

د یادونې وړ ده چې ٥٩ کلن سعودي خبریال خاشقجي دوه اونۍ مخکې په ترکیې کې سعودي قونصلگرۍ ته ورغلی و چې خپل ځینې کارونه ترسره کړي خو د قونصلگرۍ نه د باندې را ونه وتلو.

XS
SM
MD
LG