د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ترکیې نه به د خبریال په اړه شواهد ترلاسه کوو


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د ترکیې نه به د سعودي خبریال په اړه اډیویي او ویډیویي شواهد ترلاسه کوي، که د هغوي سره موجود وي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې غواړي د ترکیې د استخباراتي ادارو نه د سعودي خبریال خاشقجي په اړه شواهد ترلاسه کړي.

ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې سعودي عربستان خپل نژدی ملگری هیواد وبلو او وې ویل چې په دې اونۍ کې به د سعودي خبریال په اړه ټول تحقیقات مکمل کړلی شي.

د امریکا د یو ټلویژن فوکس بزنس سره په مرکې کې د ولسمشر ټرمپ نه وپوښتل شوه چې که دا ثابته شي، سعودي عربستان دغه خبریال وژلی دی نو هغه به څه وکړي؟ ښاغلي ټرمپ په ځواب کې وویل چې هیله لري هغوي به د عدالت ملگرتیا وکړي.

خو ټرمپ دا هم وویل چې د ترهگرۍ ضد جگړې کې سعودي عربستان ته ضرورت لري.

امریکایي چارواکي وایي چې که دغه خبریال په ترکیې کې وژل شوی وي نو دا به د امریکا او سعودي په اړیکو منفي اغیز وکړي.

وال ستریټ ژورنال سه شنبې ناوخته خبر ورکړ چې د سعودي د قونسلګرۍ کارکوونکو خاشقجی وهلی، وژلی او بیا یې ټوټه ټوټه کړی دی. ورځپاڼه وايي ترکي چارواکو په دې اړه د غږیز فایل په ګډون نور معلومات له امریکايی او سعودي چارواکو سره شریک کړي دي.

XS
SM
MD
LG