د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او اندونیزیايي چارواکو په کابل کې د سولې په اړه خبرې کړي


په کابل کې د افغان او اندونیزیايي پلاوي غونډه
په کابل کې د افغان او اندونیزیايي پلاوي غونډه

د اندونیزیا حکومت او دیني علماو شورا یو ګډ ۱۳کسیزه پلاوی د افغان سولې په اړه د پیل شویو خبرو اترو د لاچټکتیا او بوګور ناستې د پایلو د څېړلو په هدف تېره ورځ کابل ته راغلی.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې راغلي پلاوي د سولې شورا له مرستیال عبدالخبیر اوچقون سره لیدنه کې د خپل هېواد له لوري د افغان سولې په اړه د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د سولې شورا ویاند سید احسان طاهري د یکشنبې په ورځ د لړم پر ۱۳مه امریکا ږغ ته وویل چې د اندونیزیايي پلاوي د سفر هدف د سولې د خبرو ‌په اړه لا همږغي رامنځته کول او د سولې د خبرو لا قوي کول و.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

نوموړي زیاته کړه:

"داندونیزیا د حکومت او علماو شورا پلاوی د هغه هېواد د علماو شورا د مرستیال محی الدین جنیدي په مشرۍ کابل ته راغلی و، هدف یې له افغان سولې څخه د اندونیزیا د حکومت دومداره ملاتړ او چټکتیا ورکول و."

ښاغلي طاهري زیاته کړه چې په دغه پلاوي کې د اندونیزیا د علماء شورا مرستیال، د هغه هېواد د ولسمشر د دفتر درئس، او نور دیني علماء شامل و.

طاهري زیاته کړه چې په دغه ناسته کې اندونیزايي پلاوي د افغان سولې په اړه د افغان اندنیزیايي او پاکستاني دیني علماو د دوهمې ناستې جوړېدو ژمنه هم وکړه چې په اړه به یې د اندونیزیا له حکومت سره خبرې وکړي.

د روان کال په مې میاشت کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو په هغه هېواد کې په جوړه شوې درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ وکړ.

په هغه غونډه کې د افغان سولې په اړه د پراخو غونډو پر جوړېدو د موافقې ترڅنګ د درې واړو هېوادونو دیني عالمانو له افراطیت او تشدد سره مخالفت څرګند کړ.

د اندونیزیا د علماو شورا پلاوی پر داسې مهال د افغان سولې د خبرو اترو د چټکتیا په هدف کابل ته راځي چې په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو هم د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره هڅې تېزې کړي دي.

XS
SM
MD
LG