د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: ولسمشریزې ټاکنې نه ځنډول کېږي


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د جمهوري ریاست ټاکنو کې ځنډ ورته د منلو نه دی او وايي، دغه ټاکنې به پر خپل ټاکلې وخت تر سره شي.

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته په لېږل شوي پیغام کې ویلي چې: "حکومت د اساسي قانون په اساس او د انتخاباتو کمېسیون لخوا د اعلان شوې نېټې ل‌مخې پر خپل وخت د ولسمشرۍ انتخاباتو تر سره کېدو ته ژمن دی."

بر همدې مهال د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس هم وايي چې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل ټاکلي وخت وشي.

د سپېدار ماڼۍ لخوا رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله له قوله ویل شوي چې سوله یو بېل بحث دی او د انتخاباتو له ترسره کېدو سره کوم تړاو نه لري.​

بیان وايي چې عبدالله نن سې شنبې په خپل دفتر کې د امریکا له سفیر جان بس سره د لیدنې پرمهال ویلي چې افغان حکومت، د انتخاباتو کمېسیون او نړیوال ملګرې پر ټاکلي وخت د ولسمشرۍ انتخاباتو د تر سره کېدو په اړه ګډې هڅې کوي.

د اعلامیې لمخې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم ویلي چې هېواد یې پر خپل ټاکلي وخت د افغان انتخاباتو له تر سره کېدو ملاتړ کوي.

د امریکا سفیر هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې هېواد یې د ۱۳۹۸کال د حمل د ۳۱ انتخاباتو تر سره کېدو په برخه کې له انتخاباتو کمېسیون او افغان حکومت سره خپلو مرستو ته ژمن دي.

ښاغلي بس ویلي چې د ټاکنو د وخت په اړه پرېګړه په افغانانو پورې اړه لري.

افغان حکومت دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي مقاماتو له قوله ویلي چې د امریکا حکومت پر دې غور کوي چې د سولې د روانو هڅو د بریالیتوب لپاره له افغان حکومت څخه د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ځنډېدو غوښتنه وکړي.

"امریکا غور کوي چې افغانستان نه د ولسمشرۍ د ټاکنو ځنډول وغواړي"

دغه ورځپاڼه وايي، د امریکا حکومت دغه څرګندونې د افغانستان په اړه په یوې غونډې کې کړي او د غونډې ګډون کونکو ورسره شریکې کړي دي.

دغه راپور پر داسې مهال خپور شوی چې د امریکا حکومت په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه خپلې هڅې تېزې کړي او غواړي چې طالبان د افغانستان د سولې د پروسې په خبرو کې شامل کړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د امریکا حکومت د افغان سولې په اړه د روانو کوښښونو په دوام زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی خلیلزاد دا مهال د افغان سولې په تړاو افغانستان او د سیمې هېوادونو ته په دوهم سفر وتلی دی.

خلیلزاد د سولې په لټه کې بیا کابل ته تللی

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر دامهاله د ولسمشریزو انتخاباتو د احتمالي ځنډېدو غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ویلي و چې د ولسمشرۍ انتخابات به د ۱۳۹۸کال د وري میاشتې پر ۳۱مه تر سره شي

د ولسمشرۍ انتخاباتو د نېټې په رانژدې کېدو افغان ولسمشر محمد اشرف غني او په هند کې پخواني افغان سفیر شیدا محمد ابدالي راتلونکو ټاکنو ته د درېدو رسمي اعلان کړی او سیاسي ګوندونه هم له خپلو ادرسونو د نوماندانو معرفي کولو په اړه سلا مشورې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG