د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د سولې په لټه کې بیا کابل ته تللی


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته د خپل دوهم سفر په ترڅ کابل ته راغلی.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ د «لړم پر۲۰» له امریکا ږغ سره خبرو کې کابل ته د خلیلزاد د سفر په تائید سره وویل چې نوموړي له ولسمشر غني سره وکتل.

ارګ هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي خلیلزاد تېره شپه له ولسمشر غني سره لیدنه کې د افغانانو په مشرۍ او مدیریت د سولې په هدف د سیمې هېوادونو ته د خپل دوهم ځلې سفرونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.

د اعلامیې لمخې خلیلزاد ویلي چې د خپل دوهم ځلې سفرونو پایلې او راپور به کابل ته د بېرته راګرځېدو وورسته له افغان ولسمشر سره شریک کړي.

د بیان لمخې ولسمشر غني له ښاغلي‌ خلیلزاد څخه په مننې د افغانانو په مشرۍ او مدیریت د بین الاافغاني مذاکراتو و په برخه کې د هر اقدام هرکلی کړی.

زلمی خلیلزاد د روان کال د وږې میاشتې پر ۱۴مه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا ځانګړی استازی وټاکل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد تر ټاکل کېدو وروسته ویلي و چې ښاغلی خلیلزاد به زلمی خلیلزاد به د امریکا د بهرنو چارو د وزرات له ټیم سره د روغې جوړې په پړاو کې مرسته وکړي.

زلمی خلیلزاد د خپل لومړي‌ سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره دلیدنې پرمهال
زلمی خلیلزاد د خپل لومړي‌ سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره دلیدنې پرمهال

ښاغلی خلیلزاد د خپل نوي ماموریت په لومړیو سفرونو کې د تلې پر ۱۲مه د افغانستان په ګډون د سیمې پنځو هېوادنو، پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان له چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي خلیلزاد کابل ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې اړوند خبرو اترو لپاره خپل استازې ورمعرفي کړي.

په لومړي پړاو سفر کې د زلمي خلیلزاد په غوښتنه د پاکستان لخوا د طالبانو د پخواني مشر د مرستیال ملا عبدالغني برارد خوشې کول او د طالبانو د قطر له دفتر سره د ګوانټانامو د پخوانیو طالب زندایانو یو ځای کېدل د سولې د خبرو بریالیتوب لپاره د هغه د پیل شوو هڅو لومړی پرمختګ و.

قطر ته د خلیلزاد د سفر په ترڅ کې وسله والو طالبانو هم ویلي وو چې د دوی د قطر دفتر استازو له ښاغلي خلیلزاد سره د افغانستان د مسئلې پر سوله ییز حل خبري کړي دي.

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې لپاره د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو ته خپل دوهم ځلې سفرونه پیلوي چې د تېرې جمعې په ورځ مسکو د افغان سولې اړوند یوې غونډې کوربه وو.

مسکو غونډه
مسکو غونډه

​په مسکو غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شورا پر پلاوي سربېره د وسله والو طالبانو استازو او ۱۲ نورو هېوادونو پلاوو ګډون کړی و.

مسکو ویلي و چې له یادې غونډې څخه یې هدف بین الاافغاني خبرو اترو ته لار پرانیستل دي.

XS
SM
MD
LG