د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د بېوزله ماشومانو د لاس نوي دود په پراخېدو دی


هره ټولنه کڅه هم له اقتصادي پلوه شتمن وي خو هلته بېوزله وګړي خاماخا ژوند کوي.

د دغو بېوزلو کسانو برخلیک په ځانکړې توګه په ناداره هېوادونو کې د کړاو سره مخ وي، خو شته داسې کسان چې د خپل ژوند د چارو پرمخ وړلو سره سم د بېوزلو کسانو د وضعیت ښه والي لپاره هم کار کوي.

دغو کسانو ته رضا کاران یا هغه کسان چې په وړیا توګه ناداره کسانو سره په وړیا توګه مرسته، کوي ویل کېږي.

په افغانستان کې د بېوزله کسانو شمېر ډېر دی، ژمی نږدې دی، هوا سړه ده او د خوراکي او سوند توکو او تودو جامو ته تر بل هر وخت اړتیا ډېره ده.

افغان ماشومان
افغان ماشومان

د افغانستان د مرکزي احصايې ادارې وروستۍ سروې چې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې تر سره شوې ښيي چې ۵۴،۵ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

  • رضا کاران څنګه اړو کسانو سره مرسته کوي؟

دغه بنسټونه چې له بهر، حکومت او د ځینو شتمنو کسانو له خوا تمویلېږي په بېلابېل ډول اړو کسانو ته مرستې رسوي.

ځینې یې خوراکي توکي، جامې، ځینې یې هم د زده کړو په برخې کې فعالیت لري.

«مرسته» هغه خیریه بنسټ‌ دی چې د ۶ رضا کارانو په مرسته یې فعایت پیل کړی دی.

دغه بنسټ‌ په ټولنیزو رسنیو کې یو کمپاین پیل کړی تر څو کارول شوې جامې د خلکو نه را ټولې او پر بېوزله کسانو یې وویشي.

د دې بنسټ اجرائیوي مشر نذیر داوي امریکا غږ ته وویل:

"موخه مو دا ده چې د خپل انساني او اسلامي مسولیت ادا کړو، که بل څه نشو کولی نو حد اقل د جامو برابرولو کې خو مرسته کولی شو، تر اوسه مو شااوخوا ۲۰۰ کسانو ته د ژمي جامې راټولې کړي دي او نږدې راتلونکي کې به یې وویشو."

د «مرسته وکړئ او راتلونکی روښانه کړئ» یا (HBT) په نامه یو بل خیریه بنسټ چې ۴ تنه راضا کاران پکې فعالیت کوي د اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او د هغو د ماشومانو د زده کړو په برخې کې مرستې کوي.

کوڼده بي بي آمنه د خپلو بې سرپرسته لوڼو راتلونکي ته هیله منه ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

په افغانستان کې د دغه بنسټ مسول صفی الله سیرت امریکا غږ ته وویل: "دوه کاله کېږي چې بنسټ فعالیت پیل کړی، تر اوسه مو شاوخوا ۳۰ اړو ماشومانو ته چې بېوزله دي د زده کړې زمینه برابره کړې ده."

یاد بنسټ د زده کړې لګښت ورکولو تر څنګ کورنیو ته ځینې خوراکي توکي هم ورکوي تر څو کورنۍ یې دې ته اړې نشي چې خپل ماشومان بېرته له زده کړو نه کار ته اړ کړي.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې په افغانستان کې له بېوزله یا بې سرپرسته ماشومانو سره د مرستې په برخه کې څومره ټولنې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG