د لاس رسي وړ اتصالات

"د سوریې نه د عسکرو ایستل به داعش ته گټه وکړي"


په سوریا کې د امریکا متحدې ډلې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته د ماتې ورکولو ادعاگانې رد کړیدي او وایي چې د وخت نه مخکې د امریکایي عسکرو وتل به ترهگرو ته د بیرته راتگ چانس ورکړي او سیمه به بې ثباته کړي

د امریکا د ولسمشر د سوریې نه د عسکرو را ایستلو اعلان خلک حیران کړیدي او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د دغې پریکړې هرکلې کړیدی. پوتین ویلي دي چې هغه د ولسمشر ټرمپ د پریکړې سره موافق دی او دا چې امریکا ته نه وه پکار چې سوریې ته یې ځواکونه استولی وی.

د سوریې دیموکرات قواوې چې کردان یې مشري کوي، د ولسمشر ټرمپ د اعلان نه وروسته سخت غبرگون ښودلی دی او ویلي یې دي چې د داعش ضد جگړه په یو ډیر مهم پړاو او پریکړه کونکې کې ده او اوس د پخوا نه زیات د امریکا مرستې ته ضرورت لري.

د ولسمشر ټرمپ دغه اعلان د امریکا مهم متحد کردان ناراضه کړیدي. کردان په سورېې کې د داعش خلاف د امریکا تر ټولو وفادار ملگری دی.

XS
SM
MD
LG