د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ترهگرۍ ضد تگلارې کې په ایران تمرکز شوی


د امریکا حکومت د ترهگرۍ د مخنیوې په اړه په خپلې تازه تگلارې کې په ایران او سختدریځو ډلو زیات تمرکرز کړیدی چې دغه د واشنگټن لخوا په تهران فشار لا نور زیاتوي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د اکتوبر په ۴ مه نیټه دغه تگلاره څرگنده کړیده. د امریکا حکومت د ٢٠١١ کال نه وروسته په لمړنی ځل د ترهگرۍ ضد دغه تگلاره وړاندې کوي.

د امریکا د ٢٠١١ کال د ترهگرۍ ضد پالیسي چې د پخواني ولسمشر براک اوباما په وخت کې جوړه شوې وه، زیاتره د القاعدې په ترهگرې ډلې متمرکزه وه.

د ولسمشر ټرمپ د ادارې د ترهگرۍ ضد په تگلارې کې په ایران زیات تمرکز دا څرگندوي چې امریکا په منځني ختیځ کې د ایران د بالیستک توغندیو د پروگرام او د سختدریځو ډلو د ملاتړ مخنیوي ته ژمنه ده.

ښاغلي بولټن خبریالانو ته وویل "پدې برسیره، امریکا د ایران نه د ترهگرۍ خطر لري. ایران د ١٩٧٩ کال راپدیخوا د ترهگرۍ د تر ټولو لوی ملاتړ کونکی ملک دی."

هغه زیاته کړه چې د لبنان د حزب الله او د فلسطین د حماس ډلې امریکا ته خطر متوجه کوي او ایران د دغو ډلو ملاتړ کوي.

بولټن دا هم ویل چې په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت د ډلې نه د زیاتره سیمو د کنټرول د اخیستو وروسته هم ځینې مشکلات پاتې دي.

XS
SM
MD
LG