د لاس رسي وړ اتصالات

ار اېس اېف: فراه کې د طالبانو لخوا د یوه خبریال وژل غندلي


د بې پولې خبریالانو سازمان یا (RSF) د طالبانو لخوا په فراه ولایت کې د یوې سیمه ییزې راډیو د خبریال جاوید نوري وژل کېدل غندلي دي.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ د «مرغومې پر ۱۸مه» په یوې اعلامیې کې ویلي چې جاوید نوري د روانې میاشتې پر ۱۵مه د فراه ښار په ۱۴ کیلو مترۍ کې د وسله والو طالبانو لخوا له ۳۰ تنو نورو کسانو سره له موټره کښته شوی چې تر تلاۍ وروسته یې وژلی دی.

د بې پلې خبریالانو سازمان وايي، له سیمې یو شمېر عیني شاهدانو ورته ویلي چې" نوموړی وسله والو طالبانو تر تلاشۍ وروسته خوشي کړی او تر څو ګامه اخیستلو وروسته یې وواژه."

دغه سازمان لیکلي چې وسله والو طالبانو هم تر پېښې وروسته په یوه بیان کې ویلي چې:" د دښمن یو مهم افسر په فراه ښار کې د تېښتې پر مهال وژل شو."

په دغه اعلامیه کې د افغانستان لپاره د بې پولې خبریالانو سازمان د مشر رضا معیني له قوله ویل شوي:"په ۲۰۱۹ کال کې د سنیو د کار کوونکي په توګه د جاوید نوري وژنه لومړۍ پېښه ده، موږ یو ځل بیا د رسنیو او خبریالانو امنیت ته د نړیوالو ټولنې د پاملرنۍ غوښتنه کوو.... تر څو چې طالبانو په رسمي ډول د دې پېښې مسؤلیت په غاړه نه وي اخیستی، د سولې په اړه دې خبرې تر سره نشي."

۲۷ کلن جاوید نوري د کابل پوهنتون د ارواپوهنې له پوهنځی فارغ او له تېرو څو کلونو راپدېخوا یې په فراه کې د « نشاط» په نوم راډیو سره کار کاوه چې ترڅنګ یې د فراه ولایت مقام کې د حاضریو د مسؤل په صفت هم دنده تر سره کول.

دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې خبریالانو سازمان په تېره ډسمبر میاشت کې په خپل کلني راپور کې افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی هېواد بللی و.

د یاد سازمان د راپور له مخې په تېر ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې ۱۵ تنه خبریالان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG