د لاس رسي وړ اتصالات

فیفا یوسف کارګر د افغانستان فوټبال فدراسیون سرپرست ټاکلی


یوسف کارګر
یوسف کارګر

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا، د یوسف کارګر او فاضل شهاب نومونه په خپل رسمي ویب سایټ کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون سرپرست او سکرټر جنرال په حیث خپاره کړي دي.

له دې وروسته چې د افغانستان د فوټبال د ښځینه ملي ټیم پر غړو وو د جنسي تیري او زورونې ادعاوې خپرې شوې د یادې ادارې پخواني مشر کرام الدین کریم دنده د دریو میاشتو لپاره وځنډول شوه.

که څه هم د یادو کسانو په اړه بشپړ معلومات نه‌دي خپاره شو‌ي خو فیفا ویلي، له دې لپاره دا ګمارنې شوي چې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون چارې او ټاکنې پر مخ یووړل شي.

په همدې حال کې یوسف کارګر امریکا غږ ته وویل چې نن (دوشنبه د سلواغې ۲۹) د فیفا ویب سایپ له لارې د خپل نوې دندې په اړه خبر شوی دی.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د فوټبال فدراسیون د اساسنامې پر بنسټ، د فدراسیون د نشتون یا لرې کېدنې په حالت کې، د فدراسیون مرستیال د سرپرست په توګه ټاکل کېدی شي او چارې پر مخ ویسي. له دې ورسته مې چې دنده د لویې څارنوالۍ له خوا رفع تعلیق شوه دا موضوع مې په یوه رسمي مکتوب کې فیفا ته واستوله."

ښاغلی کارګر له دې مخکې د فوټبال د ملي لوبډلې د روزونکي او د فدراسیون د فني مرستیال په توګه دندې ترسه کړي دي.

د فیفا انضباطي کمېټې ویلي و چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون کې پر ښځینه لوبغاړو د جنسي ادعاوو وروسته د تېر زېږدیز کال د ډسمبر په ۱۲ اعلان کړی و چې کرام الدین کریم په ملي او نړیواله کچه، فوټبال په اړه د هر فعالیت نه منع دی.

دغه ادعاوې لومړی ځل د ګارډین ورځپاڼې له خوا خپرې شوې، له هغه وروسته یې په افغانستان کې پراخ غبرګونونه راوپارول.

ښاغلی کریم یاد تورونه رد کړي او دا یې پر خپل ځان یو "توطئه" بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له څو اونیو را په دې خوا د افغانستان د لویې څارنوالۍ څېړنې روانې دي او د یاد فدراسیون د رهبرۍ ۴ غړي یې د څېړنو تر پایه پورې ممنوع الخروج کړي دي.

XS
SM
MD
LG