د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ لوبډله نن له ایرلنډ سره دوهمه لوبه کوي


ټاکل شوې نن شنبه د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو دوهمه سیالي تر سره شي.

دغه سیالي نن د مازدیګر په پنځه نیمې بجې پیلېږي.

افغان کرکټ لوبډلې د دغه سیالیو لومړۍ لوبه د تېرې پنجشنې په ورځ له ایرلنډ څخه په پنځو ویکټو وګټله.

د افغانستان د او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو لړۍ د تېرې پنجشنبې په ورځ د هند په دهرادون کې د راجف ګاندهي په نړیوال لوبغالي کې پيل شوې.

محمد نبي عیسی خېل د تېرې لوبې غوره لوبغاړی شو، هغه دوه لوبغاړي وسوځول، ۴۹ منډې وکړې او تر پایه هم ونه سوځېده.

دواړې لوبډلې به د یو اوبل پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې، پنځه یو ورځنۍ نړیوالې او یوه ټېسټ لوبې کوي چې د مارچ میاشتې تر ۱۹مې نېټې به دوام وکړي.

افغانستان دا مهال د ۲۰ اورونو په نړیوالې درجه بندۍ کې په اتم مقام او ایرلنډ په ۱۷ مقام کې دي.

افغانستان د ۲۰ اورونو د ۲۰۲۰م نړیوال جام ته وار د مخه وتلی دی، خو ایرلنډ به دغو لوبو ته د غوراوي پړاو بشپړوي او بیا به نړیوال جام ته وځي.

د افغانستان کرکټ بورډ د تېرې مرغومې میاشتې پر ۲۹مه د ایرلنډ په وړاندې راتلونکو لوبو ته د چمتووالي په هدف د تمریناتي کمپ لپاره د ۴۴ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG