د لاس رسي وړ اتصالات

ازبکستان وايي چمتو دی د افغان حکومت او طالبانو د خبرو کوربتوب وکړي


ازبکستان وايي، که طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتووالي وښيي، دغه هېواد چمتو دی چې په سمر قند کې د دغو مذاکراتو کوربتوب وکړي.

دغه څرګندونې د ازبکستان د ملي امنیت شورا سلاکار ویکتور محموددوف او د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې پر مهال کړي دي.

د یکشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر۱۱مه» له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل، چې ازبکستاني پلاوي د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی او په دې برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د ازبکستان پلاوی چې نن یې په ارګ له ولسمشر غني سره وکتل
د ازبکستان پلاوی چې نن یې په ارګ له ولسمشر غني سره وکتل

دغه پلاوي ویلي:" په هغه صورت کې که طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتووالي وښيي، ازبکستان چمتو دی چې په سمرقند کې د دغو مذاکراتو کوربتوب وکړي"

بیان وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د خبرو په اړه د ازبکستان له کوربتوب څخه مننه کړې او زیاته کړې ده چې سمر قند د دواړو هېوادونو ګډ فرهنګي میراث دی.

ازبکستان تر دې مخکې هم د افغان حکومت په مشرې د سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی او په دې اړه یې دوه ځله له افغان طالبانو سره کتلي دي.

وسله والو طالبانو د تېر ۱۳۹۷ کال په زمري میاشت کې تائید کړه چې د د قطر دفتر یو پلاوی ازبکستان ته تللی او له ازبک چارواکو سره پر یو لړ مسايلو خبري کړي دي.

د همدې کال په کب میاشت کې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي‌ استازي عصمت الله او د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په قطر کې د طالبانو د سیاسي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ولیدل.

ازبکستان تر دا مهاله د افغان سولې په تړاو د دوو کنفرانسونو کوربتوب کړي دی.

څو میاشتې مخکې د ازبکستان په مرکز تاشکند کې د ٢٣ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په یو کنفرانس کې پر طالبانو غږ وکړ چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي.

د طالبانو د قطر دفتر مرکچي غړي
د طالبانو د قطر دفتر مرکچي غړي

په دغه کنفرانس کې پر دې ټېنګار وشو چې د افغانستان په سوله کې به ټول اړخونه "گټونکي" وي او دا معامله به هیڅ "بایلونکی" ونه‌لري.

د ازبکستان چارواکو هغه مهال وویل، چې د تاشکند د کنفرانس د پرېکړه لیک د عملي کولو لپاره یې په قطر کې له طالب استازو سره اړیکې نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تېره ورځ خبر ورکړ چې د سولې په اړه د یو واحد نظر رامنځته کولو په هدف یې د سیاسي او جهادي شخصیتونو سره سلا مشورې پیل کړي‌ دي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم نن یکشنبه په یو کنفرانس کې وویل:"په دې برخه کې چې هره هڅه او کوښښ کېږي، یو نېک اقدام دی، خو په هغه صورت کې چې دغه هڅې متمرکزې شي او یو واحد مسیر ونیسي، په هغه صورت کې د ټولو افغانانو څخه ښه استازیتوب کېدلی شي".

د یادونې وړ ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د خپل دریم سفر په ترڅ کې ازبکستان ته تللی و او ټاکل شوې چې د خپل شپږم سفر په ترڅ هم کې له ازبک چارواکو سره پر افغان سوله وغږیږي

XS
SM
MD
LG