د لاس رسي وړ اتصالات

زلمی خلیلزاد له ترکمنستاني چارواکو سره پر افغان سولې غږېږي


د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته د خپل دریم سفر په ترڅ کې ترکمنستان ته رسېدلی.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي چې د افغان سولې په اړه د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کوي.

نوموړي ویلي: "موږ باید د افغانستان د سولې لپاره په ګډه کار وکړو"

د روان کال په غويي میاشت کې د ترکمنستان ولسمشر قربان‌قلي بردي‌محمداُف ویلي و چې هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې بې طرفانه همکاري وکړي.

محمداُف همدارنګه ویلي و ترکمنستان حاضر دی چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان د سولې د مذاکراتو ته د زمینو له برابرولو سره مرسته وکړي.

هغه همدارنګه زیاته کړې وه چې ترکمنستان د افغانستان سوله او ثبات خپله ګډه ګټه بولي.​

زلمي خلیلزاد د روانې ډسمبر میاشتې پر دوهمه د افغان سولې په اړه خپل دریم سفر پیل کړ.

ښاغلی خلیلزاد تر اوسه پاکستان، افغانستان، روسیې، ازبکستان او ترکمنستان ته تللی چې ټاکل شوې متحده عربي اماراتو، قطر او بیجلیم ته هم ولاړ شي.

پاکستان خلیلزاد ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی

خلیلزاد: افغانان باید پرېښودل شي چې خپل برخلیک په‌خپله وټاکي

زلمی خلیلزاد چې دا مهال د افغان سولې اړوند د سیمې هېوادونو ته په خپل دریم سفر بوخت دی د سولې هڅو ته یې تر اوسه د یو شمېر افغان سیاسي ډلو خلوا بېلا بېل غبرګونونه څرګند شوي دي.

د دغو غبرګونونو په لړ کې «د افغانستان د خلکو محور» په نوم ګوند هم په داسې حل کې چې د ښاغلي خلیلزاد د سولې هڅې ستایلي، خو د افغانستان په مالکیت او مشرۍ د سولې پر هڅو ټینګار کوي.

رحمت الله نبیل
رحمت الله نبیل

د چهارشنبې په ورځ «د افغانستان د خلکو محور» بهیر مشر او د افغانستان د ملي امنیت پخواني‌ رئیس رحمت الله نبیل د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل:" د سولې خبرې چې هر چېرته مطرح کېږي باید د افغانستان د خلکو د رهبرۍ او ادارې لاندې د افغانستان په خلکو پوري د یوې تړلې موضوع به توګه مطرح شي."

ښاغلي‌ نبیل همدارنګه وویل چې له طالبانو سره سوله باید د افغانستان د خلکو د تېرو ۱۷ کلونو لاسته راوړنو په بیه تر سره نشي.

نوموړي همدارنګه په خپلو خبرو کې د سولې په اړه د یوې سیمه ییزې اجماع پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG