د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د سولې په تړاو افغانستان او اروپا ته په شپږم سفر وتلی


د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چار وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو افغانستان او اروپا ته شپږم سفر پیل کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې چې «د مارچ پر۲۶مه»یې خپره کړې ویلي، چې د نوموړي سفر د یادې میاشتې پر ۲۵مه پيل شوی، چې د اپریل میاشتې تر ۱۰ نېټې به دوام وکړي.

بیان وايي، چې ښاغلی خلیلزاد به افغانستان، برتانیې، بلجیم،پاکستان، ازبکستان، اردون او قطر ته ولاړ شي.

امریکا وايي، دا د افغان سولې په بهیر کې د اسانتیا رامنځته کولو په برخه کې د روانو هڅو یوه برخه ده چې، هدف یې په بین الافغاني خبرو کې د ټولو افغانانو شاملول دي.

بیان وايي:"ځانګړی استازی به په کابل کې له افغان حکومت او نورو افغانانو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پر بڼې وغږېږي، د یو پراخ بین الافغاني مذاکراتي ټېم د جوړېدو لپاره به هڅې وکړي."

زلمی خلیلزاد لومړی بریتانیې ته تللی او د افغانستان او پاکستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي ګاریت بیلي سره یې پر افغان سوله خبرې کړي دي.

په کابل کې د بریتانیې سفارت په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي:" موږ به په سیمه او افغانستان کې د افغان سولې په تړاو پراخ رغونکی رول ولوبوو".

زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د تېرې فبروري میاشتې پر ۱۰مه نېټه پنځم سفر پيل کړی و چې په قطر کې له طالبانو سره تر ټولو اوږده ۱۶ ورځني مذاکرات وکړل.

د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه ډاډ، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، بین الافغاني-مذاکرات او هر اړخیز اوربند هغه مسایل و چې په تېره غونډه کې ورباندې پراخ بحثونه وشول.

امریکا او طالبانو په "یوې مسودې" موافقه کړې

محب: خلیلزاد په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو په لټه کې دی

په قطر کې د پنځم پړاو خبرو تر پای ته رسېدو وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پر ښاغلي خلیلزاد سخت انتقادونه وکړل.

محب وویل چې خلیلزاد په یادو خبرو کې افغان حکومت څنډې ته کړی او زیاته یې کړه چې د قطر خبرو جزئیات له افغان حکومت څخه پټ ساتل کېږي، چې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي محب دغه څرګندونې رد کړې.

پر همدې مهال په کابل کې د امریکا سفیر جان بس تېره ورځ په کابل کې له خبریالانو سره خبرو کې د افغان حکومت اندېښنو ته په اشاره ویلي، چې په قطر کې له طالبانو سره روان مذاکرات په دې معنا نه دي چې ګنې امریکا د افغانستان د حکومت د ځای ناستي د ټاکلو هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG