د لاس رسي وړ اتصالات

اندرابي: افغان سرتېرو سره د امریکا مرستو کې تغیر نه دی راغلی


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، له امریکايي سرتېرو سره موجوده پروګرامونو او همغږۍ ته په کتو به د افغان ځواکونو د ملاتړ او تمویل په برخه کې هېڅ ډول تغیر رامنځته نشي.

مسعود اندرابي د یکشنبې په ورځ د «غوايي پر۲۲مه»په کابل کې وویل، که څه هم دا امریکا پوري اړه لري چې خپل بودیجه چیري لګوي، خو زیاته یې کړه چې د افغان ځواکونو د ملاتړ او تمویل په برخه کې تغیر نه ویني.

افغان پولیس
افغان پولیس

هغه وویل:"دا د امریکا داخلي سیاست دی، چې خپل بودیجه چیري او څنګه لګوي، کوم پروګرامونه او همغږي چې موږ له امریکايي سرتېرو سره لرو، د ملاتړ او تمویل په برخه کې هېڅ ډول تغیر نه وینم."

ښاغلی اندرابي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې یوه امریکايي مقام ویلي و چې د مکسیکو سره پر پوله د جوړېدونکي دېوال یوه اندازه پیسې به د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د ځانګړو شویو پیسو نه برابرې شي.

یو امریکایي مقام چې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې ددې بودجې د تمویل لپاره ۶۰۴ میلیون ډالر د هغو پیسو نه اخیستل شوي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته ذخیره شوي وې.

د کورنیو چارو وزیر همدارنګه وویل، چې د افغان ځواکونو ظرفیتونه لوړ شوي او له هېواد د دفاع پوره وړتیا لري.

هغه وویل:"د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ظرفیت ورځ په ورځ لوړېږي... زه ډاډمن یم چې په دا ډول یو ظرفیت سره د افغانستان څخه په خپلواکه توګه د دفاع توان او طاقت لري.

افغان ځانګړي ځواکونه
افغان ځانګړي ځواکونه

دا په داسې حال کې ده چې روان کال د افغانستان د مالي بودیجې له نیمايي زیاته برخه پر بهرنیو سرچینو ولاړه ده.

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۸ کال لپاره ۳۹۹ میلیارډه افغانۍ بودیجه تصویب کړه چې ۱۸۸ میلیارډ افغانۍ له داخلي‌ او ۱۹۹ میلیارډه افغانۍ یې له خارجي منابعو څخه تشکیل شوې وه.

د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو له‌مخې د دغه بویجې ۴۱ سلنه امنیت او ۴۴ سلنه ملکي چارو ته ځانګړې شوې ده.

XS
SM
MD
LG