د لاس رسي وړ اتصالات

ښايي ټرمپ د امریکایي سرتيرو د لیدو لپاره افغانستان ته ولاړ شي


پر ولسمشر ټرمپ دا نیوکه کیږي چې ولې افغانستان او عراق کې د دیره امریکایي ځواکونو لیدو ته نه ورځي
پر ولسمشر ټرمپ دا نیوکه کیږي چې ولې افغانستان او عراق کې د دیره امریکایي ځواکونو لیدو ته نه ورځي

امریکايي رسنۍ وایي د ولسمشر ټرمپ سلاکاران افغانستان او عراق ته د هغه د سفر په تیاریو بوخت دي.

ولسمشر ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي دي چې غواړي په افغانستان او عراق کې د دیره امریکايي ځواکونو لیدلو ته ولاړ شي. پر ولسمشر ټرمپ دا نیوکه ډېره کیږي چې ولې د دغو سرتېرو لیدو ته نه ورځي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ځینو هغو امریکايي چارواکو په وینا، چې له دغې قضیې خبر دي، لیکلي دي چې ښاغلی ټرمپ ښايي ژر افغانستان او عراق ته ولاړ شي.

د فاکس تلویزون سره په مرکه کې له ولسمشر ټرمپ پوښتنه وشوه چې ولې په عراق او افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو لیدو ته نه ورځي؟

هغه وویل "یو څه پلان شوي دي. دا کار به ژر وشي. خو د امنیتي او نورو دلایلو له کبله تاسو ته اوس په دې اړه ډېر معلومات نشم درکولی."

دا مرکه د یکشنبې په ورځ (نومبر۱۸) خپره شوه.

په سپینې ماڼۍ کې ځینو چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي واشنګټن پوست ته ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ د امنیتي اندېښنو او په الوتکو کې د اوږد سفر له کبله تر دې دمه افغانستان او عراق ته له تللو ډډه کړې ده.

دغو چارواکو ویلي دي چې ښاغلي ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې په یوې غونډې کې د افغانستان جګړه "شرم" وباله. ولسمشر ټرمپ دا خبره هم کړې ده چې په افغانستان او عراق کې د امریکا جګړه د تېرو ولسمشرانو ناکامه پالیسي وه.

د امریکا دوو پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او ډبلیو بوش په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د لیدلو لپاره تللي وو او هغوی په افغانستان او عراق کې روانه جګړه د ترهګرۍ خلاف او د امریکا د ګټو د خوندیتوب جګړه بلله.

ولسمشر ټرمپ افغانستان ته داسې مهال سفر پلانوي چې دغلته د طالبانو بریدونو او ورسره د سولې هلې ځلې زیات شوي دي.

په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکايي سرتېري دیره دي چې تر ډېره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنې، سلا مشورې، وسلې او تجهیزات ورکوي او د اړتیا پر مهال نورې نظامي مرستې هم ورسره کوي.

XS
SM
MD
LG