د لاس رسي وړ اتصالات

د جام څلې د ژغورلو هڅې پيل شوي ـ افغان حکومت


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د غور «جام څلي» د لوېدو د مخنیوي هڅې پیل کړي دي.

دغه وزارت وايي، یاد څلي ته د وروستیو سېلابونو له امله د متوجه ګواښ د ارزولو لپاره ټاکل شوې نن د یاد ورازت یو پلاوی غور ولایت ته سفر وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر داسې مهال په دې اړه د اقداماتو خبر ورکوي، چې وروستیو سېلابونو د دغه څلي د غورځېدو په اړه اندېښنې را ولاړې کړي دي.

په دې اړه خپره شوې ویډیو کې لیدل کې چې د سېلابونو اوبو د دغه څلي استنادي دېوالونه مات کړي او ځان یې تر څلې پورې رسولی دی.

د جام منار په هغه ځای کې ودان شوی دی چې د «جام» سیند د هریرود د مست سیند سره یوځای کېږي.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند د جمعې په ورځ د «غبرګولې پر ۳مه» له امریکا غږ سره مرکه کې تائیده کړه چې سېلابونو دغه څلې ته جدي ګواښ متوجه کړی دی.

ښاغلي مومند زیاته کړه، چې د غور سیمه ییزې ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په همغږۍ د یاد څلې د ژغورنې لپاره د بېړني اقدام په توګه د سیمې له اوسېدونکو د ولسي حشر د مرستې غوښتنه کړې ده.

هغه وویل:"اطلاعات او فرهنګ وزارت له ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت او د غور له سیمه ییزې ادارۍ سره هر ساعت په اړیکه کې دی، اردو خپل چمتووالی ښودلی...خو اوس هم د سېلابونو له امله څلې ته ګواښ متوجه دی."

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي چې د غور منار څلې د ژغورلو په هدف به یو پلاوی دغه ولایت ته سفر وکړي.

دا څلی چې ۶۵ متره لووالی لري په ۱۲مه میلادي پېړۍ کې جوړ شوی د افغانستان له مهمو فرهنګي مراثونو څخه ګڼل کېږي.

دغه څلی د یونسکو لخوا په نړیوالو فرهنګي مراثونو کې هم ثبت شوی دی.

جام څلی په نوې ډېلي کې تر «قطب منار» وروسته په نړۍ کې د خښتو تر ټولو ستر منار دی.

د جام منار د ړنگیدو له خطر سره مخامخ تاریخي یادگار
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

XS
SM
MD
LG