د لاس رسي وړ اتصالات

د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې د خوست د سيمه ييزې رسنۍ ونډه


د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې د خوست د سيمه ييزې رسنۍ ونډه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د خوست ولایت یو شمیر اوسیدونکي وايي د نشه يي موادو پرضد په عامه پوهاوي کې سيمه ييزې رسنۍ اخلاقي او وظيفوي مسؤليت لري او رول يې خورا مهم دی.

ژورنالېست شريف سمون په یوې اېف اېم راډيو کې د "زهرو جام په نوم" د نشه يي موادو پرضد د عامه پوهاوي خپرونه چلوي.

دا نيم ساعته خپرونه په اوونۍ کې دوه ځلې خپرېږي.

ښاغلی سمون وايي چې په دې خپرونه کې له ديني عالمانو، ځوانانو، ډاکټرانو او د نشه يي توکو پرضد د مبارزې له مسؤلينو سره د فرصتونو ترڅنګ په دې برخه کې د پوليسو د وروستيو لاسته راوړنو معلومات هم خپروي.

شريف سمون٬ د خپرونې چلوونکي وويل: ”دې خپرونې نتيجه ورکړې ده، ځکه موږ يې غبرګون ګورو. زموږ نږدې دوستان او خپلوان اطمينان راکوي چې ستاسو دغه ډول خپرونې ډېرې مفيدې او ګټورې دي.‟

باور دا دی، چې د غونډو، کنفرانسونو او نورو پروګرامونو ترڅنګ رسنۍ هم پر نورو اجتماعي برخو سربېره د مخدره موادو پرضد د عامه پوهاوي په خپرولو کې مهم رول لري.

محمد زمان نظري٬ د اطلاعاتو آمر زياته کړه:”د نورو ټولنيزو ستونزو د مخنيوي ترڅنګ سيمه ييزې رسنۍ دا اخلاقي دنده لري چې د مخدره موادو د مخنيوي په برخه کې سرتاسري عامه پوهاوی وکړي.‟

ددې ولايت اوسېدونکي له سيمه ييزو رسنيو غوښتنه لري چې د مخدراتو د قاچاق، خرڅلاو او استعمال له کبله د پېښېدونکو زيانونو په اړه له خلکو سره په کافي اندازه اړين معلومات شريک کړي.

د خوست اوسېدونکي صلاح الدين وويل: ”له رسنيو نه مو دا غوښتنه ده چې هر چا ته دا خبر ورسوي چې د نشه يي موادو او نورو هغو کړنو څخه چې خلکو ته زيان رسوي، ډډه وکړي.‟

په خوست کې لس اېف اېم راډيوګانې او څلور سيمه ييز تلويزيونونه فعاليت لري.

له دې جملې هره يوه رسنۍ د نشه يي توکو پرضد د عامه پوهاوي مختلفې اوونيزې خپرونې وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG