د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې حرفوي زده کړو ځینې ځوانان له نشو ژغورلي


پکتیکا کې حرفوي زده کړو ځینې ځوانان له نشو ژغورلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د پکتیکا په ولایت کې یو شمیر ځوانان چې په حرفوي زده کړو بوخت دي، وايي دغو زده کړو دوی ته سالمه بوختیا رامنځته کړې ده او له نشه يي توکو یې ژغورلي دي.

دغو ځوانانو ته د حرفوي زده کړو زمینه د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو ریاست برابره کړې ده.

په تیرې اونۍ کې د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو ریاست ۲۱۰ هلکانو او انجونو ته د حرفوي زده کړو په پنځو ټولګیو کې د زده کړو زمینه برابره کړه.

له دغو ځوانانو څخه یو یې نیازمحمد دی چې د پردو جوړولو په برخه کې يې ځان شامل کړی. نیازمحمد وايي، د يوه کسب زده کولو ترڅنګ به له مخدراتو او بې ځايه ګرځېدلو څخه راوګرځي.

ياده دې وي چې ډیری ځوانان د سالم مصروفیت نه درلودلو له امله نشه يي توکو ته مخه کوي.

XS
SM
MD
LG