د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ د افغان دولتي ادارو کاري ساعتونه کم شول


د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي د هڅو په لړ کې د دولتي ادارو کاري مهالوېش کې درې ساعته کموالی راوست.

دغه ادارې ویلي، دا پلان چې افغان کابینې تائید کړئ سر له ننه د روغتیا وزارت پرته د کابل او ولایتونو په ټولو دولتي ادارو کې عملي کیږي.

د دغه پلان له مخې د دولتي ادارو رسمیات سهار ۸ بجې پیلېږي او له وقفې پرته د ماسپښین ۱ بجه پای ته رسېږي.

یاد کمېسیون نن یکشنبه مارچ ۲۲ (وري ۳مه) په دې اړه اعلامیه کې ویلي: "کاري ساعتونه د سهار په ۰۸:۰۰ پیل او له وقفې پرته غرمې وروسته په ۰۱:۰۰ پای ته رسېږي. وزارتونه او ادارې مکلف دي د هغو برخو کارکوونکي چې فعالیتونه یې اړین دي، په دوه کاري شیفتونو د سهار له ۰۸:۰۰ بیا له غرمې وروسته ۰۱:۰۰ او له ۰۱:۰۰ بیا د مازدیګر ۰۴:۰۰ بجو پورې تنظیم کړي."

دغه کمېسیون وايي، وزارتونه او ادارې مکلف دي چې له کروناویروس څخه د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي چې خپلې غونډې د وېدیو کنفرانسونو، وایس کالونو او نورو ممکنه وسایلو له لارې تنظیم کړي.

د اداري اصلاحاتو کمېسیون له ټولو دولتي ادارو څخه غوښتي چې د کورناویروس مخنیوي په هدف کاري چاپېریال کې تراکم راکړي او په دې اړه خپرو شوو لارښوونو باندې عمل وکړي.

افغان حکومت همدارنګه له کروناویروس څخه د خوندیتوب لپاره د دولتي ادارو له ۵۸ او ۶۵ کلونو د پورته عمر لرونکي مامورین، امیندواره ښځې او هغه ښځې چې ماشومان یې په دولتي وړکتونونو کې دې د یوې میاشتې لپاره رخصت کړي دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د پراخېدو مخنیوي د هڅو په دوام افغان دیني علماو هم له خلکو وغوښتل چې په دې اړه وقایوي لارښوونې په نظر کې ونیسي.

د حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم منیب په دې اړه کابل کې د دیني علماو یوې غونډې وویل، د اسلام له نظره کله چې یو تن له ګواښ سره مخامخ وي مسجد ته د جماعت لپاره د هغه تلل لازمي ندي.

هغه زیاته کړه: "د کرونا ناروغۍ یوه علامه زکام دی، د سر درد دی، وچ ټوخ دی، دغه وضعیت چې هر څوک ولري باید پخپل کور کې په یوه کوټه ځان قرنطین کړي او مسجد ته هم قطعاً ولاړ نشي... شرعاً دا حکم دی چې جومات ته ولاړ نشي."

دا په داسې حال کې دې په افغانستان کې نن یکشنبه د کروا ویروس د ۱۰ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړل شو چې په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۴ ته ورسېد.

دغه تازه پېښې درې په هرات، دوې کابل، دوې زابل او یوه ـ یوه هم په کندهار، غزني او بلخ کې ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG