د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۴۰ ته ورسېده


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په کرون اخته ډېر کسان په هرات کې دي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په کرون اخته ډېر کسان په هرات کې دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د یکشنبې په ورځ‌ د مارچ په ۲۲ (ورې۳) په افغانستان کې شپږ نور کسان هم د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰ ته ورسېده، یو کس په بلخ کې مړ شوی دی.

په تازه پېښو کې په هرات کې درې، په فراه کې دوه او په غور کې یوه پېښه ثبت شوې ده. تر دې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي وو چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ کسان په کرونا اخته شوي دي.

د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز نن یکشنبه مارچ ۲۲ (وري ۳مه) خبریالانو ته وویل چې دغه تازه مثبتې پېښې ۳ په هرات، ۲ زابل، ۲ کابل، او یوه ـ یوه پېښه په بلخ، غزني او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په هرات (۲۱)، سمنګان(۳)، بلخ(۲)، فراه (۲)، دایکندي(۱)، کاپیسا(۱)، بادغیس(۱)، لوګر(۱)، زابل(۲)، کندهار(۱)، غزني(۱)، کابل(۲) او غور (۱) په کرونا اخته دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وویل چې په کابل کې په کروناویروس اخته دوه کسان د بهرنیو سفارتونو دپلوماتان دي او دا مهال په خپلو دفترونو کې قرنطین دي.

هغه که څه هم د دغو دپلوماتانو هیوادونه مشخص نه کړل، خو زیاته کړه چې هغوی کروناویروس له ځان سره افغانستان ته راوړی و.

نوموړي د کرونا ویروس خپرېدو پراخېدو له امله و ضعیت جدي وباله او په دې اړه یې د لازمو تدابیرو نیول کېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي فیروز وویل چې وضعیت ته په کتو هرات باید قرنطین شي او په کابل کې هم له بې ځایه ګرځېدو څخه ډډه وشي.

د افغانستان د روغتیا وزیر وویل چې د ولسي جرګې دوو غړو کې هم د کروناویروس ځینې علایم لیدل شوي چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.

فیروز وویل چې د کروناویروس یوه مشکوکه پېښه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ثبت شوې وه.

نوموړي له طالبانو څخه وغوښتل چې له کروناویروس سره د مبارزې په هدف تر خپل کنترول لاندې سیمو بندو روغتیايي مرکزونو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG