د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د معتادینو یوازېنی سپورټي پارک


په کابل کې د معتادینو یوازېنی سپورټي پارک
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

د کابل ابن سینا د معتادینو د درملنې په زر بستریز مرکز کې د نشه يي توکو د پرېښودلو لپاره یو داسې تفریحي او سپورټي پارک جوړ شوی چې معتادین په کې سپورټ کوي.

د کابل ابن سینا د معتادینو د درملنې په زر بستریز مرکز کې د نشه يي توکو د پرېښودلو لپاره یو داسې تفریحي او سپورټي پارک جوړ شوی چې معتادین په کې سپورټ کوي.

د ابن سینا په مرکز کې تر درملنې لاندې معتادین هره ورځ په دغه پارک کې سپورټ او تفریح کوي‌ ترڅو د بدن غړي یې فعاله واوسي‌ او د نشه يي توکو په پرېښودلو کې ورسره مرسته وکړي.

وحیدالله رحماني‌ یو له دغو معتادینو څخه دی چې شاوخوا اته کاله یې هیروئین، شیشه او اپین څکولي‌ دي.

دی وايي‌ ډېر خوښ دی چې د نشه یي توکو د پرېښودلو لپاره په دې مرکز کې بستر شوی دی.

هغه وايي " نن مې اومه ورځ ده چې دلته بستر یم، ډاکټران مو ښه خدمت کوي،‌ هرڅه موږ ته اماده دي، لکه سپورټ،‌ جماعت،‌ ډوډۍ،‌ هیڅ کمی نه لرو. موږ له دولت څخه ډېر خوشحاله یو چې دلته یې راوستي یو ترڅو هم له کرونا څخه بچ شو او هم بیرته عادي ژوند ته وګرځو".

هغه وویل چې له نشه يي توکو ستړی شوی دی او اوس غواړي چې درملنه یې وشي ترڅو یو نوی ژوند پیل کړي.
XS
SM
MD
LG